شاته

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو بله تاریخي بریا

نن په د زمبابوې په هرارې کې د افغانستان ورځ وه. اول د افغانستان توپ وهونکو نور علي ځدران، رحمت شاه زرمتي. محمد نبي ،راشد ارمان او اخر کې دولت ځدران د زمبابوې خلاف ښکلې لوبه وکړه او د ٢٥۴ منډو هدف ېې ورکړ.

د لوبې نیمه کې باران وشو نو زمبابوې ته اورونه او هدف راکم شو او ٢٢ اوورونو کې د ١٦١ منډو هدف ورکړل شو. خو د افغانستان لخوا توپ اچونکو حمزه هوتک درې،راشد ارمان دوه، محمد نبي درې،دولت ځدران یو او گلبدین نایب یو وکټ اخیستو سره د زمبابوې ټول ټیم په ٥۴ منډو وسوزوه .دې سره افغانستان پینځمه او وروستۍ لوبه په یوسل شپږ منډو وگټلو او یو بل جام ېې هم له زمبابوې نه وگاټه.

افغانستان د زمبابوې سره پینځو سیالیو اولې دوه سیالۍ ډېرې په اسانه گټلې وې او دریمه لوبه ېې گټلې دلاسه ورکړه او څلورمه کې ېې زمبابوې ته گټلو دپاره ١١٢ منډو هدف ورکړ چې هغه هم زمبابوې وگټله.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هندوستای روزونکی لال چند راجپوت او لوبغاړي د گټلي جام سره

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هندوستای روزونکی لال چند راجپوت او لوبغاړي د گټلي جام سره

نو دې دوه بریایو او ماتو نه پس اخري لوبه دواړو ټیمونو دپاره ډیره مهمه شوه. ورسره د دې لوبې د نتیجې اغیزه د افغانستان او زمبابو په نړیوالې درجه بندۍ هم کیده. که چرې افغانستان بایللې وی نو د یو ورځنیو سیالیو کې به د لسم مقام نه یولسم ته راښکته شوی وی.خو نه ېوازې جام ېې وگاټه بلکې خپل مقام ېې هم خوندي وساته.

د کرکټ د چارو افغان مبصر یاسر خوگیاڼی وايي چې د کرکټ د ملي ټیم او الف ټیم وروستۍ بریاوې او د هند او نورو ملکونو په تجارتي سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبیدل د افغانستان د کرکټ د اینده دپاره یو ښه زیری دی او دا د کرکټ د روښانه ایندې ته اشاره کوي.

رحمت شاه زرمتی د پینځوس منډو په کولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.