BBC
 شاته

"د ټاپي پروژې ډیزاین به ژر بشپړ شي"

د ټاپي پروژه، د ګازو هغه نل لیکه چې له ترکمنستانه د افغانستان له هرات، فراه، هلمند، نیمروز او سپین بولدکه تېرېږي او بیا پاکستان او له هغه ځایه هند ته ځي.

اوس د دې پروژې حقوقي چوکاټ پشپړ شوی دی. افغان چارواکي وايي په یوه کال کې دننه به یې ډیزاین او طرحه هم بشپړه شي.

هیله دا ده چې افغانستان به د دې پروژې له برکته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالر ګټه وکړي.

پر همدې کابل کې آریا احمدزۍ د کانونو او پټرولیم وزارت له ویاند ذبیح الله سروري سره خبرې کړي دي.