BBC
 شاته

جاپان: د تشناب موندلو لپاره موبایل اپلیکشن

جاپان د انځور حقوق ISTOCK/TUAYAI
Image caption جاپان کې خورا عصري تشنابونه رغول کېږي

د جاپان یوه شرکت له هغو کسانو سره د مرستې په موخه، دفتر کې د کار پر مهال په تش تشناب پسې ګرځي، یو نوی موبایل اپلیکېشن جوړ کړی دي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې د 'کي ډي ډي ای ' چارواکو له قوله ویل شوي، چې د دغه شرکت کارکوونکو د دندې پر مهال ډېری وخت د تش تشناب په لټولو ضایع کاوه، ځکه شرکت یو داسې موبایل اپلیکېشن جوړ کړ، چې کاروونکو ته د نژدې تش تشناب په اړه معلومات ورکوي.

د شرکت په خبره د تشنابونو پر دروازو داسې الې لګول شوې، چې له مرکزي کمپیوټرونو سره اړیکه لري او کله چې تشناب خالي کېږي، دغه اله یې په اړه کمپیوټر ته معلومات ورکوي.

که دغه سیستم بریالی شي، د اورګاډي تم ځایونو، مارکیټونو او د ولسي ګڼې، ګوڼې په نورو ځایونو کې به هم ورته اسانتیاوې چمتو شي.

د دغې کمپنۍ یو چارواکی ډسوکي مورو وايي، "خلک د تشنابونو مخ ته انتظار باسي او یا داسې تشنابونو ته ولاړ وي چې بل څوک په کې نه وي، نو له همدې امله د دوی وخت ضایع کېږي نو موږ فکر کوو چې له نوي اپلیکېشن سره به د دوی دغه ستونزه حل شي. "

جاپان کې خورا عصري تشنابونه جوړېږي چې د ځینو لګښت ان تر ۱۲۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

دغه تشنابونه د پاکوالۍ په اتوماتیک سیستم سمبال وي.

جاپاني شرکتونه هڅه کوي، چې اروپا کې هم دغه ډول تشنابونه جوړ کړي.