BBC
 شاته

پاکستانی پوځ وايي د ترهګرۍ ضد نوي عملیات يې پیل کړي

پاکستان پوځ د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي، له هېواده یې د "ترهګرۍ " ختمولو لپاره نوي عملیات پیل کړي چې د "رد الفساد عملیات " نوم ورکړل شوی دی.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ویلي چې د دغهو عملیاتو هدف په هېواد کې د پاتې وسله والو سخت دریځو له منځه وړل دي. دا هم ویل شوي، چې دغو عملیاتو سره به د پولو امنیت هم خوندي شي.

+ د پنجاب مشکوک پښتون افغان

+ چارسده: پر محکمې برید، د درو وسلوالو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي

+ پاکستان د هغو کسانو د ویشتلو امر کړی چې په ناقانونه توګه له افغانستان را اوړي

له دې مخکې پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات تر سره کول. هغه عملیات د ۲۰۱۵ کال جون میاشت کې پیل شوي و. پخوا سوات او قبایلي سیمو کې هم دغه ډول عملیات تر سره شوي دي.

پوځي چارواکو ویلي، دغو عملیاتو کې به ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونه او نور امنیتي ځواکونه برخه واخلي.

د انځور حقوق Getty Images

د عملیاتو له اعلانه مخکې لاهور کې د پاکستاني پوځي چارواکو یوه غونډه وکړه. ویل شوي چې پنجاب ایالت کې به دغو عملیاتو کې ملېشه ځواک هم برخه واخلي.

له دې مخکې پاکستانۍ کابینې پنجاب کې دغه ځواک ته د واک ورکول منلي و.

د پوځ رسنیز دفتر په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به دغه هېواد له وسلو او چاودیدونکي توکو پاک شي.

د پوځ په وینا د دغو عملیاتو یو هدف دا هم دی، چې "نیشنل ایکشن پلان " پلي شي.