شاته

په پنجاب کې د سخت دریځو پر ضد مبارزه پیل کیږي

د پاکستان حکومت نن د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي سخت دریځو د ځپلو لپاره پنجاب ته ملیشه ځواکونه استوي.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف واکمن گوند دمخه د خپلو اسلامپالو پلویانو د اعتراض په وجه په وار وار ددې ډول اقدام سره مخالفت کاوه.

پنجاب ته د ځواکونو د استولو تصمیم چې د پاکستان گڼ نفوسه ولایت دی، په دې هیواد کې د تیرې اونۍ د ترهگریزو حملو وروسته نیول کیږي چې په کې ١٢٥ تنه ووژل شول.

د صدراعظم نواز شریف کورنۍ د هغه د کشر ورور په گډون چې د پنجاب وزیر اعلی دی، د اسلامپاله گوندونو په ملاتړ تکیه لري. که څه هم چې دغه گوندونه د پاکستان د وروستیو وژونکو حملو سره تړاو نه لري خو تل یې د اسلامي سخت دریځۍ ملاتړ کړی دی.

د پاکستان حکومت سخت دریځه اسلامي ډلې د اوږدې مودې راهیسې د کشمیر په لانجې کې د خپل سیال هیواد هند په وړاندې استعمال کړي دي. همداشان پاکستان په ځانگړې توگه د هغه هیواد استخباراتو د افغان طالبانو سره خپلې نژدې اړیکې ساتلی دي خو د طالبانو د هغو څانگو او اسلامي سخت دریځو ډلو پر ضد جنگیږي چې د پاکستان د حکومت د پرزولو فکر لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې ملیشه قواوی به د ٦٠ ورځو لپاره پنجاب ته واستول شي چې د محلي قواوو سره د افراطیت د ترویجونکو مدرسو او د سخت دریځو د جلب و جذب د شبکو په گډون د افراطي ډلو په ځپلو کې مرسته وکړي.

د پاکستان سیکولر گوندونو په وار وار ددې ډول تدابیرو غوښتنه کړې وه، خو اسلامپاله او ښي اړخي گوندونه ددغه کار سره مخالف وو، ځکه له دې ډاریدل چې د هغوی خپل پلویان په عملیاتو کې ونه ځپل شي.

خو په لاهور او سند کې د وروستیو وژونکو حملو څخه زیږنده غوسې په ظاهره د پاکستان حکومت ددغه تصمیم نیولو ته اړ کړی دی. د خیبر پښتونخوا ایالت مدافع وکیلان د وروستۍ ځانمرگې حملې په اعتراض کې چې د یوې محکمې بهر د اوو تنو د وژلو سبب شوه، نن د چارشنبې په ورځ محاکمو ته حاضر نه شول. د طالبانو انشعابي ډلې جماعت الاحرار ددغه حملې مسؤلیت په غاړه اخستی دی.