BBC
 شاته

نیویارک ټایمز: د دوستم کور د هغه د ساتونکو نیولو لپاره کلابند شوی و

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Enayat Farahmand

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په یوه راپور کې وايي، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم کور ظاهرا د هغه د هغو نهو ساتونکو نیولو لپاره کلابند شوی و چې د احمد ایشچي په قضیه کې تورن دي.

ورځپاڼه د رسمي سرچینو په حواله زیاتوي چې د وسله والې نښتې د ویرې له امله له سیمې د ملکي وګړو ویستل په پام کې نیول شوي و.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د سویلي آسیا د سیمه ییزه همکارۍ سازمان (سارک) په اړه یوه مطلب کې په ځانګړې توګه ددوو غړو چین او پاکستان د فعالیتونو په اړه نیوکه کړې.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې د لویو لارو او اقتصادي دهلیزونو په برخه کې د چین فعالیتونو ته په کتو د سیمې هېوادونه یو له بل سره نه بلکې له چین سره وصل کیږي او بله دا چې پاکستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ځمکې د تګ راتګ مخه نیسي نو بیا په سارک کې د پاکستان غړیتوب په څه معنی؟

مطلب زیاتوي، دې وضعیت ته په کتو په کار دي چې د سارک سازمان لمنځه لاړ شي ځکه دا وضعیت د هند نوم ته چې دغه سازمان یو مخکښ غړی هېواد دی زیان رسوي.

اېکسپرس ټریبیون:

د انځور حقوق EPA

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرس ټریبیون په یوه راپور کې ویلی چې د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکي د استخباراتي معلوماتو شریکولو لپاره خبرو ته چمتو دي.

ورځپاڼه د افغانستان یوه حکومتي چارواکي په حواله زیاتوي چې په دې برخه کې د راکړې ورکړې لپاره پلان نیول شوی و، خو په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې خونړیو چاودونو دغه بهیر وځنډاوه.

ورځپاڼې د چارواکي نوم دی په ډاګه کړی خو زیاتوي چې دغه چارواکي دغه غیررسمي څرګندونې په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیالوګ د یوې ګډې ډلې غړو ته کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

بله امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې مخ په زیاتیدونکی کړکیچ له ترهګرۍ سره په جګړه کې داسې مهال د دواړو همکاري ګواښي چې د امریکا نوی ولسمشر په دواړو خواوو کې د پرمختګ لپاره پر ممکنه لارو چارو غور کوي.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په یوه مطلب کې وايي چې روسیه په لیبیا کې د تیلو د تړونو په ترسره کولو غواړي په دغه هېواد کې لا ډیره ښکیله شي.