BBC
 شاته

افغان صنعتګرو ته د "اسلامي بانکولۍ" پربنسټ مرسته ورکول کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوداګرۍ او صنایعو چارو اړونده مسؤولین وايي، په کم ټکټ یا د ګټې ټیټې سلنې په اخیستو سره پور ورکول د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره یوه ګټوره لاره ده.

د افغانستان د صنعتګرو ټولنې له یوه خصوصي بانک سره په لومړي ځل د "اسلامي بانکولۍ" پربنسټ د مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

پانګوال کولی شي د خپل تضمین تر حده سلګونه زره ډالره پور واخلي، خو افغان صنعتګر دغه هوکړه کافي نه بولي او غواړي نور بانکونه هم د ورته مرستې لاس ور اوږد کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دا د سوداګرو چارو د غوړېدو لپاره ښه ګام بولي، خو خپله صنعت کاران بیا له دوی څخه ګیله لري.

د یاد هوکړه لیک پربنسټ به د افغانستان نړیوال بانک صنعت کارانو ته پور ورکوي چې خپل صنعت ته وده ورکړي او پور اخیستونکي به د ګټې له ۶ نه تر۱۰ سلنه ګټه دغه بانک ته ورکوي.

افغانستان رسماً د سوداګرۍ نړیوالې ادارې غړی شو

د افغان غالیو صادرات لوړ شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت وايي په د کورنیو تولیداتو یا د صنعت د ودې لپاره خپلې هڅې کوي، خو یو شمېر صنعت کاران له حکومته ناراضه ښکاري.

د سوداګرۍ او صنایعو چارو اړونده مسؤولین وايي، په کم ټکټ یا د ګټې ټیټې سلنې په اخیستو سره پور ورکول د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره یوه ګټوره لاره ده.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر سخي احمد پیمان د کورنيو تولیداتو لپاره صنعتي پور اړین ګڼي.

د انځور حقوق FB
Image caption د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د عامه اړیکو مشر مسافر قوقندي وايي حکومت تر خپله توانه هڅه کوي چې له صنعت کارانو سره مرسته وکړي.

د دغې هوکړې پر بنسټ پانګوال له لس زرو ډالرو نیولې آن تر اوو میلیونو ډالرو پور اخیستلی شي.

افغان حکومت وايي په د کورنیو تولیداتو یا د صنعت د ودې لپاره خپلې هڅې کوي، خو یو شمېر صنعت کاران له حکومته ناراضه ښکاري.

دوی وايي، حکومت ځمکه او برېښنا نه ورکوي او د کورنیو تولیداتو د پرمختیا لپاره یې ښه زمینه نه ده ورته برابره کړې.

صنعت کار باز محمد افسرزی وايي:

"موږ د سوداګرۍ او صنایعو له وزارته غواړو چې د ځمکې په وېش کې صنعتګرو ته دا زمینه برابره کړي؛ ځکه چې دوی د ۴۰ یا ۵۰ زرو ډالرو په قیمت ځمکه نه شي اخیستی."

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د عامه اړیکو مشر مسافر قوقندي وايي حکومت تر خپله توانه هڅه کوي چې له صنعت کارانو سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا په تېرو دوو کلونو کې په شاوخوا شلو برخو کې صنعتګر په ځان بسیا شوي او تر لسو په ډېرو برخو کې صادرات هم لري.

همدارنګه د خامو موادو د واردولو کمه مالیه او نورې اسانتیاوې د حکومت او صنعت کارانو له لاسته راوړنو یادوي.

د افغانستان صنعت کاران په ۱۹ سکتورونو کې فعالیت کوي. لبنیات، د میوو اوبه، جامې، بوټان او ورته نور تولیدات لري.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت وايي په د کورنیو تولیداتو یا د صنعت د ودې لپاره خپلې هڅې کوي، خو یو شمېر صنعت کاران له حکومته ناراضه ښکاري.