BBC
 شاته

د پنجاب مشکوک پښتون افغان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لعل شهباز قلندر مزار چې ځانمرګي برید پکې تر ۸۵ زیات کسان وژلي و‍

د پنجاب ایالت د منډي بهاوالدین ولسوالۍ پولیسو یو شبنامه کې له ولس غوښتي، چې څو تنه وسلوال چې د پښتنو افغانانو په جامه کې دي، که يې هر ځای لیدل، پولیسو ته دي په سم لاسي توګه خبر ورکړي.

د منډي بهاوالدین پولیسو یوه چارواکي ظفر اقبال له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله، چې همدا شبنامه د پولیسو لخوا خپره شوې او زیاتوي همداسې څو تنه مشکوک کسان بیا دوی نیولي هم دي.

د ظفر اقبال دا خبرې بي بي سي ثبت کړې، خو نیم ساعت وروسته بیا هم یاد چارواکي بي بي سي ته زنګ وواهه او له خپلو خبرو پر شا شو.

د پنجاب په یوه ولسوالۍ کې ۴۲ افغانان نیول شوي

پېښور او کوهاټ کې پولیسو نور افغانان نیولي

کوټه: ۳۲۸ ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

په دغه شبنامه کې د منډي بهاوالدین پولیسو کښلي ''د ترهګرۍ روانو پېښو ته په پام سره ولس ته خبر ورکول کېږي، چې څو مشکوک کسان چې په بڼه افغانان یا پټانان ښکاري او په بېلابېلو سیمو کې پېښوري چای، وچه مېوه او د کورني ضرورت نور توکي پلورلو لیدل شوي، په خپلو خیرنو پلانونو سره په هیواد (پاکستان) کې د ترهګرۍ پېښې کولی شي ''.

په دغې شبنامې کې مخکې لیکل شوي، که يې داسې کسان لیدل، نو په سم لاسي توګه دې د پولیسو نژدې تاڼې، څوکۍ او یا هم په بيړنيو شمېر (۱۵) زنګ ووهي.

په پاکستان کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د ناامنۍ تر پېښو وروسته د پنجاب په شمول په بېلابېلو سیمو کې امنيتي ځواکونو په سګونو افغانان او پښتانه په دې تور نیولي، چې پولیس وايي مشکوک دي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption د منډي بهاو الدین پولیسو شبنامه

قبایلي اولس به په راولپينډۍ کې څارل کېږي

بلې خواته د پنجاب ایالت په راولپينډۍ سیمه کې پولیسو هلته د اوسېدونکو قبایلي سیمو د وګړیو څارنه پېل کړې، چې وايي، همدوی هلته د ناامنۍ په پېښو کې لاس لرلی شي. د ځينو پاکستانيو رسنیو په خبره د پينډۍ پولیسو پرېکړه کړې، چې هغه ټول وګړي چې له قبایلي سیمو راغلي او د راولپينډۍ په بېل بېل سیمو کې اوسي، د نوي سستم له لارې به يې د تګ راتګ او هره ورځني ژوند څار کېږي.

د سید نوراني په نامه یو لوستونکی چې د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی دی، وايي، پولیسو ورته داسې پاڼه ورکړې، چې پکې به د پاکستاني شناختي کارټ، پاسپورټ شمېرې او فوټو کاپۍ لګېږي، او پولیسو ته به يې ورکوي.

ښاغلي نوراني وايي، دوی په سلګونو لوستونکي په راولپينډۍ کې اوسي او شاوخوا ټولو ته همداسې پاڼې ورکول شوې دي.

پېښور: افغان کډوال وايي اړ شوي، چې خپل توکي په نیمه بیه وپلوري

د رزمک دا لوستونکی زیاتوي، نه یوازې دا، بلکې له کله راهیسې چې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې، ددوی پر هره پوسته د پاکستان تر نورو خلکو زیاتې تالاشۍ کېږي او پاکستاني پولیس ورڅخه ‌ډول ډول پوښتنې ګروېږنې کوي.

پښتانه او پنجاب

په پاکستان کې مېشت نه یوازې پښتانه بلکې بلوڅ سیندیان هم له کله راهیسې چې پاکستان جوړ شوی، ګیله کوي، دوی ته پنجاب خپل حق نه دی ورکړی او تر ډېره د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو ملتپالو سیاستوال سیاست د پنجاب ضد پاتې شوی دی.

پنجاب چې نفوس يې د پاکستان تر بل هر قام ډېر دی، همداسې يې په پوځ، ملکي سیاست، څارګرو ادارو او نورو مهمو بنسټونو کې وګړي او واک تر بل هر قام زیات دی.

د پاکستان په پارلمان کې ټولې ۳۴۲ څوکۍ دي، چې پکې پر ۲۷۲ ټاکنې کېږي او په دغه شمېر کې له پنجاب ایالت سره تر ټولو زیاتې ۱۴۸ څوکۍ دي. سیند ایالت ۶۱، پښتونخوا ۳۵، بلوچستان ۱۴ او قبایلي سیمې ۱۲ څوکۍ لري. که څه هم د څوکیو دغه وېش د نفوسو پر سر شوی، خو د ډېرو په اند د پنجاب دغه دروند اکثریت ددې لوی لامل دی، چې که یاد ایالت په پاکستان کې څه غواړي، په خپله خوښه يې کولی شي.

له دې سره د پاکستان اکثره واکمن تل د پنجاب ایالت یا پنجابیان پاتې شوي او هم ځکه تر ټولو زیات پام پنجاب ته کېږي. ډېری پښتانه، بلوڅ او سیندیان لیکوالان ځکه وايي، د پاکستان اصل مطلب پنجاب دی او د پاکستان ګټه تاوان د پنجاب ګټه او تاوان دی.