شاته

په بنګله دېش کې په یوې ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله ۴۳ تنه مړه شوي

د بنګله دېش د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۹ (حوت لسمه) د دغه هېواد په مرکز ډهاکه کې په یوې اووه پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله حد اقل ۴۳ تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د بنګله دېش د روغتیا وزیر سمنتا لا سن په روغتونونو کې د زخمیانو د لیدو په مهال فرانس پرس اژانس ته وویل: «تر دې دمه د اور له ګبله ۴۳ تنه مړه شوي.»

هغه وویل ۴۰ تنه چې سوځېدلي وو د ښار په مرکزي روغتون کې بستر شوي او درملنه یې کېږي.

د بنګله دېش د اطفايي یو مقام محمد شهاب وايي چې اور د «بیلي روډ» په سیمه کې په یو رستورانت کې بل او بیا ژر د ودانۍ نورو پوړونو ته خپور شوی دی. نوموړي وویل د اطفايي مامورانو په دوو ساعتونو کې اور کابو کړ.

د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ۷۵ تنه ژغورل شوي دي. په کومه سیمه کې چې اور لګېدلی رستورانتونه په کې زیات دي چې د ټوکرو او تیلیفونونو هټۍ هم په کې شته دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د اور له لګېدو وروسته خلک له لاندې پوړونو څخه بره پوړونو ته وختل او ځینو یې لاندې ټوپ کړی چې ژوبل شوي دي.

په بنګله دېش کې د حفاظت او وقایې د معیاري سیستمونو د نشتوالي له کبله په ودانیو او فابریکو کې وخت ناوخت اور لګېږي.

په دغه هېواد کې د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې د غذا د پروسس په یوې فابریکې کې د اور لګېدو له کبله ۵۲ تنه مړه شول چې یو شمېر یې ماشومان وو. په ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې هم د اور لګېدو په یوې بلې پېښې کې ۷۰ تنه مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه