شاته

افغانستان له زمبابوې نه د کرکټ دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان د کرکټ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه. افغانستان دا لوبه په ۵۴ منډو وګټله.

لوبه د زمبابوې په هراره لوبغالي کې وه، دا د افغانستان دویم پرلپسې بری دی. د یکشنبې په ورځ هم افغانستان پچه وګټله او په ۵۰ اورونو کې یې زمبابوې ته يې د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه خو د زمبابوې ټوله لوبډله په ۱۸۴ منډو وسوځېدله.

په افغان توپ وهونکو کې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه ۵۴ او نجیب ځدراڼ ۴۵ منډې وکړې. مګر په توپ اچوونکو کې بیا محمد نبي او راشد خان درې درې، او ګلبدین او حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو.

د افغانستان او زمبابوې درېیمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده او که افغانستان دا لوبه وګټله، د پنځو لوبو د دغه روان سیریز ګټونکی به شي.

افغانستان تېرکال هم له زمبابوې څخه دا ډول دوه سیریزونه ګټلي وو. همدا څو اونۍ مخکې د افغانستان الف د زمبابوې له الف څخه د پنځو لوبو سیریز ۱/۴ وګاټه.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې خو زمبابوې د اولې درجې غړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.