شاته

د پاکستان له راکټي بریدونو وروسته افغان امنیتي چارواکي ننګرهار ته تللي

له تیرو دریو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونو وروسته نن د افغان حکومت یو لوړپوړی امنیتي پلاوی د دغې موضوع د څیړلو لپاره ننګرهار ولایت ته تللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، د دغه هیواد په ختیځو برخو کې د پاکستان له خوا له سرحدي اصولو څخه سرغړونه شوې ده.

جنرال رادمنش وویل، د افغانستان د دفاع وزارت د دولت د اوامرو تابع دی او زیاته یې کړه، چې د پاکستان له خوا د سرحدي سرغړونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي او که دغو سرغړونو دوام وکړ، د افغانستان ملي اردو به د خپل رسالت له مخې د افغانستان له خاورې څخه دفاع وکړي.

هغه وویل "هغه وضعیت چې هلته رامنځ ته شوی دی، د دې لپاره چې لوی درستیز قطعات او احضارات وویني، دغه راز لکه څنګه چې خبر یئ موږ د ننګرهار په کوټ کې عملیات لرو، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د فعالیتونو د ترتیب او تنظيم او د اغیزمنو عملیاتو د ترسره کولو لپاره لوی درستیز جلال‌آباد ته تللی او په یقین سره به وضعیت له نږدې تر مراقبت لاندې ونیسي."

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، د افغان پوځ لوی درستیز قدم‌شاه شهیم سربیره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان او د ملي امنیتي ریاست لومړی مرستیال ادیب فهیم هم ننګرهار ولایت ته تللي دي.

عطاالله خوږیاڼي زیاته کړه، چې د لعل پورې پر ولسوالۍ د پاکستانیو راکټي بریدونو د دفاع په خاطر افغان ځواکونو ته د چمتوالي او تیارسئ امر شوی دی.

په ختیځ کې راکټي بریدونه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې له نن سهار راهیسې بیا ځلې پر لعل پورې ولسوالۍ د پاکشتان له خوا راکټي بریدونه پیل شوي او لاهم دوام لري چې تر اوسه له پنځوسو ‌‌‌‌‌‌ډېر بریدونه شوي دي.

چارواکي وايي چې په روانو بریدونو کې د سر زیان نشته دی.

د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو هم تېره شپه د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې تر اویا راکټونه ویشتل شوي، خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

د تېرې جمعې په ورځ هم له پاکستاني اړخ څخه په سرکاڼو ولسوالۍ راکټي بریدونه وشول، چې دوه ملکیان پکې ووژل شول.

ددغو بریدونو له امله د ننګرهار په لعل پوره کې هم دوه کسان ټپيان شوي وو.

ټاکل شوې چې نن د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکي د پاکستان د راکټي بریدونو په غبرګون د هغه هیواد پر ضد لاریون وکړي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د کنړ ولایت له یو شمیر مخورو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، پر ننګرهار او کنړ ولایتونو باندې د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره د افغان حکومت له خوا په لوړه کچه هڅې روانې دي.

لا تر اوسه پاکستان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو باندې د راکټي بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حُسین احضار کړ او د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې د راکټي بریدونو، په راولپینډۍ او اسلام‌اباد ښارونو کې د ۱۵۰ افغانانو نیولو او د تورخم او سپین بولدک – چمن د دروازو د تړلو په اړه يې له هغه څخه د وضاعت غوښتنه وکړه.

د پاکستاني ځواکونو نوي خوځښتونه

د ننګرهار ځینو سرچینو ویلي دي چې د پاکستان ځواکونه د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښه کې رازیات شوي او همدا شان د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې هم د هغه هېواد ځواکونه لوړو څوکو ته ختلي دي.

د ننګرهار چارواکو دا هم ویلي دي چې پاکستان غواړي پر افغان خاوره د بریدونو له لارې په هسکه مېنه او اچین کې د داعش پر وړاندې روان عملیات له خن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخ کړي.