شاته

ننګرهار کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو ضد مظاهره وشوه

د افغانستان په ځینو برخو کې د ادعا له مخې د پاکستان د توغندیزو بریدونو په ضد د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې سلګونو کسانو مظاهره وکړه.

د افغان حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي هم ددغې مسلې په خاطر ننګرهار ته تللي دي. د ننګرهار او کونړ په یو شمېر ولسوالیو د پاکستاني اړه توغندیز بریدونه دوام لري.

د ننګرهار لعل پورې او ګاونډ کونړ کې د سرکاڼو او خاص کونړ پر ولسوالیو د تېرو دریو ورځو راهیسې له پاکستاني اړخه د درنو توپونو ویشتل دوام لري.

حکومتي چارواکو ویلي چې د تېرو دریو ورځو په موده کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لږ تر لږه ۶۰۰ توندي په دې خوا راویشتل شوي چې یوه مور او د هغې وړوکی زوی یې وژلي او درې نور ملکیان زخمیان شوي دي.

د توغندیزو بریدونو ډېر زور د ننګرهار پر لعل پورې راټول دی.

دغلته نن تر ۴۰۰ ډېرو ځايي خلکو لاریون وکړ او د پاکستان د حکومت پر ضد یې خپله چغه پورته کړه.

دوی په دغه مسله کې د ا فغان حکومت چپ پاتې کېدل هم وغندل او ویې ویل چې که جګړه شي نو د سرتېرو سره یو ځای به جګړې ته ملا وتړي.

د سیمي ځینو اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي چې تر لاریون وروسته پاکستانو ځواکونو خپلو بریدونو ته لاپسې زور ورکړی او د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې د هغه هېواد پلي ځواکونه هم رامخکې شوي دي.

له ولسي خلکو سره وېره داده چې د ځايي مېشتو تر کډه کېدو وروسته خالي شویو سیمو ته د پاکستان حکومتي ځواک د راکوزېدو نیت لري او وايي دا چاره پخوا څو واره تکرار شوې ده.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي په تېرو دریو ورځو کې پر لعل پوره تر څلور سوه ډېرې مرمۍ راویشتل شوي چې درې کسان یې ټپیان کړي او تر درې سوه ډېرې کورنۍ له ساحې راوتلي دي.

چارواکي وايي پاکستان په تېرو دریو ورځو کې شاوخوا ۶۰۰ توغندي پر افغانستان توغولي دي

چارواکي وايي پاکستان په تېرو دریو ورځو کې شاوخوا ۶۰۰ توغندي پر افغانستان توغولي دي

د ننګرهار والي ګلاب منګل چې په همدغه سرحدي مسله یوې لوی قومي غونډې ته غږېدهوویل چې تازه قوه سیمې ته ور رسېدلې او سرتېري تیارسئ دي.

له پاکستاني اړخ نه لعل پورې ولسوالۍ د روانو بریدونو په تړاو، د افغان پوځ لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او همد ا شان د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال هم ننګرهار ته ورغلي او له چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

د ننګرهار په ګاونډ کونړ کې هم سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې تر سختو توغندیزو بریدونو لاندې دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي په روانو بریدونو کې تر اوسه یوه مور او د هغې پنځلس کلن زوی وژل شوي دي.

فرید دهقان وايي پاکستانیو ځواکونو د سرکاڼو په ناوپاس سر او نورو سیمو کې خپل عسکر او تجهیزات د پام وړ ډېر دي او صفري کرښه کې یې تازه تحرکات شروع کړي دي.

د پاکستان حکومت وروسته له هغې په افغان غاړه بریدونه پیل او له افغانستان سره ټولې لارې تړلې چې د سند ایالت د شهباز قلندر زیارت کې برید لسګونه کسان ووژل چې ددغې پېښې مسولیت هم داعش وسله والو په غاړ ه اخیستي و.