شاته

افغان پوځ وايي دوو کلونو کې یې د داعش ۱۹۹۵ غړي وژلي

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، تیر کال افغان ځواکونو د داعش ډلې ته درانه تلفات واړول او زیاته یې کړه، چې په یو کال کې د دغې ډلې پر ضد په ترسره شوو عملیاتو کې د داعش د دولسو مشرانو په ګډون ۱۹۵۵ جنګیالي ووژل شول.

د دفاع وزارت لوی درستیز زیاته کړه، چې په دې موده کې افغان ځواکونو د فراه، هلمند او د زابل ولایت زیاتې برخې د داعش ډلې له موجودیت څخه پاکې کړې او لا هم په ننګرهار ولایت کې د دغې ډلې د ځپلو لپاره ځمکني او هوايي عملیات دوام لري.

هغه وویل "د هغو عملیاتو پر بنسټ چې موږ ترسره کړل، فراه د داعش له حضور څخه پاک شو، هلمند هم د روف خادم له وژل کیدو وروسته د داعش له موجودیت څخه پاک شو او دغه راز، د زابل زیاته برخه هم له داعش څخه پاکه شوې ده او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې په ځانګړې توګه د ننګرهار په جنوب کې چې تاسې شاهد وې دغې ډلې په نهو ولسوالیو کې انکشاف کړی وو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرله پسې ګوزارونو او عملیاتو په نتیجه کې اوس دوی دریو ولسوالیو ته محدود شوي. هغه هم په هغو کلیو او غرونو کې چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په دواړو خواو کې موقعیت لري."

ښاغلي شهیم د طالبانو ډله د نورو ټولو تروریستي ډلو مور وبلله او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ټولې تروریستي ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.

د لوی درستیز پر وینا، هره ورځ په افغانستان کې د سیمې د یو شمیر هیوادونو او بهرنیو کړیو په ملاتړ د سیمه ایزو او نړیوالو تروریستي ډلو له خوا له څلویښتو نیولې تر پنځوسو تروریستي بریدونه ترسره کیږي.

جنرال قدم شاه شهیم هغو هیوادونو ته چې پر وینا یې له تروریزم څخه ملاتړ کوي خبرداری ورکړ او ویې ویل "هغو کسانو چې په پخوا اشتباه وکړه، طالبان یې په رسمیت وپیژندل او یا یا یې بې‌‌پروايي وکړه، تاسې شاهد وئ چې نه جبرانیدونکي ګوزارونه یې وزغمل، په خواشینې سره چې په دې وروستیو کې یو شمیر کسان، ډلې او هیوادونه غواړي چې طالبان تمویل، تجهیز او پیاوړي کړي او یا هم په یو ډول طالبانو ته مشروعیت ورکړي، په حقیقت کې هغه اشتباه ده چې له پخوا یې کړې وه او اوس یې هم تکراروي داسې ورځ به راشي چې دوی به په خپله پر دغه مُصیبت اخته شي."

کار پوهان وايي چې د داعش ډله ځکه په افغانستان کې بریالۍ کیدلی نه شي، چې افغانان د دغې ډلې له کړنو څخه کرکه لري او د طالبانو په څیر له کورني ملاتړ څخه برخمنه نه ده.

د پوځي چارو کارپوه امین الله حبیبي د دفاع وزارت د څرګندونو په تائيد امریکا غږ ته وویل "داعش په افغانستان کې دومره ریښې نه لري، چې دلته جدي امنیتي ستونزې مخ کړي، د دې لپاره زه فکر کوم چې د حکومت څرګندنې حقیقت لري، داعش په افغانستان کې د دې لپاره ريښه نه لري، چې دا په دغه هیواد کې د یوې پروژې په څیر یادیږي، د دوی حرکت په افغانستان کې د منطقې د ځینو استخباراتي لاسونو له خوا کنټرول کیږي، چې کله دې‌خوا او کله آخوا پیدا کیږي او له منځه ځي."

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۳۴ داعشیان وژل شوي، ۱۶ ټپیان شوي او ۷ نور ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات چې د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې ترسره شوي په کې د داعش ډلې یوه اندازه وسلې هم کشف او ضبط شوې دي.

په خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او دغه راز داعش ډلې هم لا تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.