شاته

د امریکا د ملي امنیت شورا پیژنئ؟

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا په ١٩۴٧ کال کې جوړه شوه او له هماغه وخت راهیسې یې د امریکا د ملي امنیت او د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د امریکا ټولو جمهورو رئیسانو ته مشورې ورکړې دي.

د ملي امنیت سلاکار د دې شورا د هغو غونډو مشري کوي چې جمهور رئیس په کې برخه نه وي اخیستې او په حقیقت کې د هیواد د اعلی قوماندان لپاره د یو ناپیلي منځگړي په توگه دنده پرمخ بیایي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار میکل فلن وروسته له هغې استعفا وکړه چې نوي جمهور رئیس ته د واک د انتقال په وخت یې، حکومت ته د روسیې له سفیر سره د خپلو خبرو په اړه سم معلومات نه و ورکړي.

جمهور رئیس ټرمپ اوس متقاعد جنرال کایت کیلوگ د ملي امنیت شورا د سرپرست سلاکار په توگه ټاکلی دی.

هر جمهور رئیس د ملي امنیت د شورا د تنظیم او د هغه د کار د سمون لپاره پراخ صلاحیت لري. ځنې جمهور رئیسان د ملي امینت په شورا کې د زیات شمیر مامورینو ټاکنه ښه گڼي او پر هغوی ټینگه تکیه کوي، خو ځنې بیا کوچنۍ شورا خوښوي او کله نا کله د هغوی مشورې اخلي.

کله چې پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما واکمن شو، د سپینې ماڼۍ د کورني امنیت هغه شورا یې ړنگه کړه چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د نهمې له بریدونو وروسته جوړه شوې وه او د چارو مسؤلیت یې د ملي امینت شورا ته انتقال کړ.

هغه وخت د اوباما د ملي امینت سلاکار جنرال جمیز جونز ویلي وو چې دغه بدلون "جمهور رئیس ته د ښه او حتی د چټک تصمیم نیولو موقع ورکوي."

خو کله چې ښاغلی ټرمپ واکمن شو هغه د لوړو غړو په گوډن د ملي امنیت د شورا د ریاستي کمیټې په جوړښت کې یو لړ بدلونونه راوستل. هغه د خپلې ستراتیژۍ رئیس ستیوف بانون د غونډو دایمي غړی کړ او د خپل دفتر رئیس او د ملي استخباراتو رئیس ته یې ددې اجازه ورکړه چې یواځې په هغو غونډو کې گډون وکړي چې موضوعگانې یې دوی ته راجع کیږي.

جنجالي موضوع

میکل فلن تیره اونۍ هغه وخت په لانجه کې گیر شو چې واشنگټن پوست د روسیې د سفیر سرگي کیسلیاک سره پر روسیې باندې د امریکا د بندیزونو په هکله د هغه د خبرو په اړوند یو رپوټ خپور کړ. خو ښاغلي فلن په وار وار ددې خبرې نه انکار وکړ.

دغو خبرو دا اندیښنه وزیږوله چې کیدای هغه روسانو ته یو ډول ډاډ ورکړی وي چې گواکې د ټرمپ اداره به د اوباما له لورې پر روسیې باندې لږیدلي بندیزونه لېرې کړي. دغه ډول خبرې د " Logan Act"

یعنی د امریکا د متحده ایالاتو د فدرال قانون سره چې د ١٧٩٩ کال د جنورۍ په ٣٠ تصویب شوی، مغایرت لري. دا قانون حکم کوي چې د هیواد هیڅ یو اوسیدونکی چې صلاحیت نه وي ورکړل شوی نه شي کولای چې د متحده ایالاتو په استازیتوب دیپلوماسي وکړي.

میکل فلن د متحده ایالاتو د ملي امنیت لومړنی سلاکار دی چې د رسوایی سره له مخامخ کیدو وروسته گوښه کیږي.

د جمهور رئیس رونالد ریگن دوه مشاورینو وروسته له هغې استعفاوی کړې وی چې د ایران اړوند مسایلو کې په دخالت مجرم وگڼل شول. په دې معامله د هغه وخت د حکومت زیات شمیر مامورین شامل وو چې پر ایران او په نیکاراگوا کې یو ملیشه ډلې باندې د وسلو له خرڅلاو نه یې غیر قانوني گټې ترلاسه کړې وې.

د ریگن د ملي امینت سلاکار رابرت مک فارلن د دوه کاله دندې وروسته په ١٩٨٥ کې د شخصي دلایلو په وجه استعفا وکړه، خو وروسته بیا هغه د وسلو د خرڅلاو په جنجال کې په لاس درلودلو گرم وگڼل شو. د هغه ځای ناستی جان پوینډیکستر هم د ایران په چارو کې د رول لوبولو په وجه په ١٩٨٦ کې له کاره گوښه شو. هغه وروسته بیا په کړکیچ کې د دخالت په وجه مجرم وگڼل شو، که څه هم چې مرافعه یې وغوښتله خو درخواست رد شو.