شاته

د امریکا د کانگرس په غونډی د پاکستان انتقاد

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق نفیس ذکریا امریکا غږ ته وویل،دغه انتقادونه بي ځاي دي او دترورستي ډلو په خلاف جگړه کې دده دهیواد بیساری بشري او اقتصادي تاوانونه چې گاللي دي، په نظر کې ندي نیول شوي.

ذکریا د دوشنبی په ورځ د لاهور په ښار کې د ځانمرگي برید یادونه وکړه.

د تروریزم په خلاف د پاکستان د تصمیم دا ترټولو وروستې عکس العمل دې. په دغه حمله کې لږترلږه(١٣) تنه ووژل شول او تقریبآ (٩٠) تنه ټپیان شول. ذکریا وايي،

«دغه شیان دا منعکس کوي چې پاکستان څومره کړاو گالي اودغه ډول پیښي پاکستان د ترورستي عناصرو په خلاف په خپل کوښښ کې لانور مصمم او کلکوي.»

ده ټینگار وکړچې کله چې د ترورستي عناصرو سره مخامخ کیږو، موږ پکې فرق نه کوو.

په افغانستان کې د بین المللی قواو قوماندان جنرال جان نیکلسن تیره هفته د امریکا د کانگرس د وسله والو قواود خدمتونود کمیټي په استعماعیه غونډه کې د اسلام اباد سره د واشنگټن په روابطوباندې د جامع کره کتني غوښتنه وکړه چې په دغه هیواد باندې فشارراوړي چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پټیدو ځایونه له منځه یوسي.

د کمیټي رئیس (جان مکین)او د کمیټي نورو غړو د جنرال نیکلسن خبرې منعکس کړې او د خارجي ترورستانو د پټیدو د ځایونو د له منځه وړلو او د پاکستان سره د روابطو په بیا ارزیابي باندې ټینگار وکړ.

ذکریا تآسف وکړ او ویې ویل چې موږ واقعآ په ځینوڅرگندونو او مستقیمو اشارو سره ناامیده شولوچې پدي وروستیو وختوکې په واشنگټن کې په پاکستان کې د ترورستانود پټیدو د ځایونو په باره کې شوی وي. موږ احساس کووچې دا بي ځای اود اوسنۍ وضعې سره سرنه لگوي.

ده څرگنده کړه چې په دغه غونډه کې په نظامي او غیر نظامي څواړخیزو عواملو باندې خبرې وشوې چې په افغانستان کې د موجوده وضعې سبب گرځیدلی.

ځکه نو ذکریا خبرداری ورکړچې په افغانستان کې د وضعې په خاطر پاکستان ته گوته نیول او ټوله پړه ورباندی اچول انصاف نه دی،نه صحیح ده اونه د سیمي په واقعیتونوباندی ولاړه ده .

ده، پدي خبري ټینگاروکړچې د افغانستان ثبات دده د هیواد په گټه دی او پاکستان پخپله وعده ولاړدی چې د کابل د حکومت سره په گډه کار کوي چې دوه زره اولسم کال د سیمي د ثبات او امنیت لپاره د همکارې کال شي.

افغان مشرانو د جنرال نیکلسن او د امریکا د کانگرس غړو غوښتنوته هرکلې ووایه چې وايي، په پاکستان باندې دې فشار راشي چې د طالبانوسره خپل روابط پري کړي.

په واشنگټن D.C. کې د افغانستان سفیر حمداله محب د دوشنبی په ورځ د نوې امریکا اهل نظر په موسسه کې غیر رسمی وینا وکړه او وویل،

«ددغو خبرو اوریدل تشویق کونکي دي.ځکه چې یو څوک په افغانستان کې د امنیت په باره کې خبرې د ترورستانو د پټیدود ځایونو اود پاکستان له خوا ورته د مرستي د برابرولو نه په غیر نشې کولای.په طبیعې توگه دغه دواړه د یوبل پورې تړلي دي.»

لیکن ذکریا د جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ په دوره کې د امریکا سره د پاکستان د روابطو د ښه کیدو په باره کې خوشبینی څرگنده کړه او وايي،دغه دواړه هیوادونه ډیراوږده روابط لرې.

ده وویل، موږ په یوشمیر ساحوکې همکاري کوو په خاصه توگه ددغو دواړو هیوادونوترمنځ همکاري په امنیتي برخه کې له ډیر پخوانه موجود ه ده او د امنیتي همکارۍ یو ډیرمهم عنصر د تروریزم ضد همکاري ده.