BBC
 شاته

د امریکا د ملي امنيت سلاکار استعفا

د ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مايکل فلېن له خپلې دندې استفا کړې ده. ويل کېږي جنرال فلېن واشنګټن کې د روسيې له سفير سره پر دې شونتيا خبرې کړې وې، چې د ولسمشر ټرمپ اداره ښايي د مسکو پر وړاندې لګېدلي بنديزونه لرې کړي.

ده دا هم منلې چې جګپوړو چارواکو ته يې د هغه څه په اړه سمه خبره نه وه کړې، چې ده له روسانو سره څېړلي وو.