BBC
 شاته

د پنجاب په نشو روږدې ښځې

د هند پنجاب کې د ایالتي اسامبلۍ يا جرګې ټاکنې کېږي. دې ټاکنو کې پر اداري فساد سربېره د نشو ستونزه هم يوه مهمه مسئله ده.

پنجاب کې ګڼ شمېر ځوانان په نشو توکو اخته دي. دا چاره دغه ايالت لپاره په يوه درنه ستونزه اوښتې ده.

هندي پنجاب کې مخالف ګوندونه پر حکومت تور لګوي چې د نشه يي توکو مافيايي ډلو ناقانونه سوداګرۍ تر شا ولاړ دی. خو حکومت يې دا تورونه ردوي.