BBC
 شاته

د بریتانیا راتلونکې لومړۍ وزیره تېرېزا می څوک ده؟

Image copyright

په داسې حال کې چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو پر سر لانجې او خبرې ډېرې شوې دي، د دغه هېواد په تاریخ کې دویمې ښځینه لومړۍ وزیرې ته واک سپارل کېږي.

بریتانیا اوس داسې یوه مشر ته اړتیا لري، چې په کافي اندازه تجربه او معلومات ولري.

تېریزا می د خپل محافظه کاره ګوند د ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي وو: زه تېریزا می هغه یوازېنی کس یم چې د بریتانیا راتلونکې لومړۍ وزیره کېدای شم.

هغه څوک ده؟

تېریزا می د لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د لومړي وزیر تر واک لاندې اداره کې شپږ کاله د کورنیو چاره وزیره وه. د هغې دا تجربه ځکه مهمه ده چې د هېواد تېرو پنځوسو کلونو کې هېڅوک پر یوه مهم پوست دومره وخت نه دی پاتې شوی.

اغلې مې ۵۹ کلنه ده، په اکسفورډ پوهنتون کې یې جغرافیه لوستې، وړاندې له دې چې د پارلمان غړې شي، د لندن مالي او بانکي مرکز کې یې کار کاوه.

۱۷ کاله وړاندې، ټیک دوه کاله وروسته تر هغه چې د لومړي ځل لپاره له میډن هډ څخه د پارلمان د استازیتوب لپاره ونومول شوه، د خپل ګوند په کچه یوه فعاله څېره ګڼل کېده.

Image copyright AP

له ۱۹۹۹ کال راهیسې په کابینه کې مایکل هاوارډ د روزنیزو چارو د مسؤولې په توګه د خپل محافظه کار ګوند دریځ او مقام ساتلی و.

په ۲۰۰۵ کال، تېریزا می د محافظه کاره ګوند په عمومي غونډه کې د ګوند له غړو وغوښتل چې له بې وزله پوړۍ سره لا ډېر اړیکي ټینګ کړي.

هغه وخت یې له ډیویډ کامیرون سره اړیکې چندانې ښې نه وې، خو دواړو یو او بل ته ښه درناوی درلود، ان د ګوند دد مشرۍ لپاره یې په داخلي ټاکنیزو منډو کې له ډېوېډ کامیرون مننه وکړه.

دا د خپل ځان په اړه وايي: "زه ځان غوښتونکې سیاستواله نه یم، تل له یوې خبري سټوډیو نه بلې سټوډیو ته نه ځم، له خپلو ملګرو سره د نورو ملګرو غیبت نه کوم او د پارلمان شاوخوا کې له نورو سره څښاک نه وم، خو په خپل کار پوهېږم".

په وروستیو کلونو کې پر هغې نیوکه کېده چې د کورنیو چارو وزارت کې داسې رویه کوي لکه وزارت یې چې شخصي وي، ځکه هغې ته عمومي نظرونه چندان مهم نه دي.

ډېری خلک پر هغې ټینګې نیوکې کوي، هم د کډوالۍ په برخه کې هم په ټولنیزو خدمتونو کې. خو دا پر خپلې سابقې ویاړي.

وايي په تېرو کلونو کې یې ځانګړي کارونه کړي. له اروپايي ټولنې بهر یې کډوالي مهار کړې ده، د جرمونو او جنایت کچه یې کمه کړې، له واک نه د پولیسو د ناوړه ګټې اخیستو په تړاو لاسوندونه یې پرانیستي، البته اشاره یې اردن ته د ابو قتاده د سپارلو موضوع ته وه، چې دې مسلې کلونه وخت ونیو.

په وروستۍ نظرپوښتنه کې د کډوالۍ مسله هم وه، ګڼو خلکو چې د وتلو په پلوۍ رایې ورکړې، ستونزه یې له اروپايي ټولنې بریتانیا ته د ازاده توګه د کاري ځواک ځای پر ځای کېدو په چوکاټ کې وه.

له نظرپوښتنې څو ورځې وروسته ان د وتلو ځینو کمپاین کوونکو مشرانو وویل بریتانیا به په مالي اتحادیه کې پاتې کېږي او کاري ځواک به هم

پر خپل ځای وي، خو اغلې می بل ډول نظر درلود، ویل یې چې خلکو د دغې غوښتنې لپاره رایه ورکړه او روښانه ده چې دا کار باید وشي.

'وتل یعنې پرېښودل'

Image copyright Andrew Parsonsiimages

په هغو ورځو کې ګڼ بریتانیايي سیاستوال له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو له مسلې نه د وتلو د یوې لارې په لټه کې وو، هغې ډېرځله ټینګار کاوه چې وتل د وتلو په معنا دي او ژمنه یې وکړه چې د کډوالو د محدودولو مسلې ته ژمنه ده.

هغې په تېرو شپږو کلونو کې دداسې قوانینو د تصویبېدو هڅه وکړه، چې اروپا ته ناقانونه کډوالي په ډېره کچه راټیټه کړي.

Image copyright AP

که څه هم د هغې مخالفین وايي هغې هېڅ ونه شوای کړای چې د محافظه کارانو په وینا د عمومي ټاکنو په درشل کې د کم عمر کډوالو د کمولو لپاره کار وکړي.

د روان کال مارچ کې، نوموړې د افغان کډوالو پرضد هم یوه قضیه وګټله او محکمې پرېکړه وکړه، ګڼ هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي چې بریتانیا کې یې د سیاسي پناه اخیستو غوښتنې رد شوې.

خو اغلې می د غیر اروپايي کډوالو پروړاندې نوي قوانین تصویب کړل، ددغو قوانینو پربنسټ چې سږ کال یې عملي کول پیل شول، هرڅوک چې بریتانیا کې اوسېدل غواړي، باید لږترلږه په کال کې ۳۵ زره پونډه ګټلې پیسې ولري، همداشان د کوژدې وېزه یې هم ګرانه کړه او غوښتونکی باید لږترلږه په کال کې ۱۸ زره پونډه ولري.

Image copyright PA

د اغلې می منتقدین وايي، ددې معنا دا ده چې د کډوالو انساني اړخ ته هېڅ پام نه دی شوی.

اغلې می دداسې لارو چارو په لټه کې ده چې وکړای شي له اروپايي ټولنې سره همکاري وکړي، خو پخپله ژبه وايي له ټولنې د وتلو په پلوۍ اکثریت رای ورکوونکو ته درناوی لري.

'یوه فمینیسټه داسې ده'

Image copyright AP

تېریزا می "یوه فمینیسټه ده"، همدا خبره دا پخپله په ویاړ سره کوي. څو کاله وړاندې هغې یو داسې لنډ کمیس اغوستی و چې پرې لیکل شوي وو "یوه فمینیسټه داسې وي"، پر همدې موضوع یې ټینګار وکړ چې پخپل عمل کې یې ښودلې ده چې فمینیسټه ده.

هغې د څو کلونو لپاره د هېواد یو مهم پوست ډک کړی و.

اغلې می واده شوې، خو بچیان نه لري، دا هوډ هم نه لري چې د خپل شخصي ژوند په اړه له چا سره ډېرې خبرې وکړي او په دې اړه له پوښتنې هم ځان په څنګ تېروي.

Image copyright PA

مې د یوه انګلیکن پادري لور ده. په وروستیو کلونو کې یې د حقونو په تړاو مهم قوانین وضع کړل: بریتانیا کې د همنوږو (همجنسګرا) د واده کولو قانون، چې همدا مسله یې د ګوند په ملګرو کې له حساسه موضوع وه.

ډاډه انسان؟

د تيریسا می ګڼ همکاران هغه یوه ارامه ښځه ګڼي، داسې انسان چې کومه دنده وروسپارله شي، سرته یې رسوي.

دې ویلي، له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو د څار یو نوی بنسټ به جوړ کړي، چې په وینا یې د روان کال تر پایه به یې کار پیل شي.

Image copyright PA

دا وايي، ضرور نه ده چې په خبرو کې به څه ډول عمل وکړي، خو وړاندې یې دا ډول خبرې کړې او پکې بریالۍ هم وه. خو اوس د هېواد په شمال کې یوه بله ښځه (نیکلا اسټورجن) د سکاټلنډ د ازادۍ لپاره نقشه کاږي او په اروپايي ټولنه کې یوه بله ښځه (انګیلا میرکل) هوډ لري بریتانیا دې له اروپايي ټولنې د بېلتونپالو ګوندو لپاره یوه بېلګه وګرځي، خو وبه کتل شي، چې نوموړې به پخپل کار کې تر کومه بریده بریالۍ شي.