شاته

بلینکن نن سعودي ته ځي، وایي: د سعودي او اسرایل د اړیکو عادي کېدل د واشنګټن په ګټه دي

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن نن سعودي ته ځي خو پرون یې تر سفر مخکې ویلي چې د سعودي عرب او اسرایل تر منځ د اړیکو په عادي کېدو کې د واشنګټن "ریښتینې ملي ګټې" دي.

د امریکې سټېټ ډیپارټمنټ یا خارجه وزارت په خپل یو بیان کې ویلي، چې اینټني بلینکن به د جون له شپږمې تر اتمې پورې په جده او ریاض کې د سعودي له چارواکو سره د سعودي او امریکې د سیمه ییز او نړیوالې سټرېټیجیکې همکارۍ او د اقتصادي او امنیتي مسالو په ګډون پر ځینو نورو دوه اړخیزو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

اینټني بلینکن د اسرایل د یوې ملاتړې ډلې "امریکا اسرایل پبلک افېرز کمېټې" غونډې ته د ګل- دوشنبې په ورځ وویل:

"موږ باور لرو چې موږ دا کولای شو او موږ باید د دې [اړیکو] په پرمختګ کې ریښتینی رول تر سره کړو. اوس موږ هیڅ وهم نه لرو چې دا به ډېر ژر او په اسانه وشي".

امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر له واکمنۍ راهیسې په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د مصر، بحرین، مراکش او متحده عربي اماراتو په ګډون د اسرایلو او څو نورو عربي هیوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره کار کړی دی.

اینټني بلینکن زیاته کړه چې د امریکا اوسنی حکومت د مخکیني ولسشمر ډانلډ ټرمپ په مهال شوي «ابرهم تړون» ته ژمن دی، چې پکې عرب هېوادونه هڅول شوي له اسرايل سره رسمي اړیکې پيل کړي.

که څه هم سعودي عرب اسرايل ته د تجارتي پروازونو اجازه ورکړې ده او ورسره یې رابطې ټینګې کړې دي، خو د رسمي‌ اړیکو د پیلولو په اړه یې لا اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په سیمه کې د اسرايل نور ګډېدل د سیمې په ارامۍ، امنیت او سوکالۍ کې مرسته کوي، ځکه نو امریکا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره کار کوي.

ټاکل شوې چې اینټني بلینکن به سعودي ته د سفر په مهال د شورو- چارشنبې په ورځ د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرنو سره د «خلیج د هممکارۍ شورا» په غونډه کې هم ګډون وکړي.

خارجه وزارت وایي په دې غونډه کې به هم په منځني ختیځ کې امنیت، ارامۍ، د تشدد کموالي، سیمه ییز انضمام او اقتصادي فرصتونو ته پر ودې کولو خبرې وشي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود ویلي دي چې له اسرایلو سره د سعودي اړیکې به تر هغه وخت عادي نه شي، چې د اسرایل او فلسطین د شخړې حل موندل شوی نه وي.

خو بلینکن ویلي دي چې د اسرايل او سعودي تر منځ د اړیکو د عادي کولو او د دوی د یو ځای کېدو هڅه د "اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د پرمختګ متبادل نه دی" او باید په دې قیمت تمام نه شي.

اینټني بلینکن پرون په خپلو خبرو کې دا هم وویل، ایران ته به هیڅکله اجازه ورنه کړل شي چې ایټمي وسلې تر لاسه کړي، وایي هاغسې چې ولسمشر بایډن واضح کړې ټول انتخابونه د مېز پر سر پراته دي چې ډاډ تر لاسه شي ایران ایټمي وسلې تر لاسه نه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00