شاته

د بشري حقونو فعال: پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تېريو پېښې 30 فيصده سېوا شوې دي

د بشري حقونو فعال ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو په نسبت پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري او سرچينه یې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي ادارې ساحل د 2022م شمېرې ښيي.

فعالان وايي د دې دوه علتونه کېدی شي یو دا چې زیاتې پېښې رپوټ کېدل شروع شوي دي او بل د ماشومانو سره د جنسي تیريو پېښو کې اضافه شوې ده.

د ماشومانو د حقونو یو مبارز عمران ټکر وي او اې ډیوه ته وایي، اوس ماهران او څیړونکي د دې جاج اخلي چې ایا راپور کولو کې اضافه شوې ده او که نه ماشومانو سره د زیاتي پېښې سېوا شوي دي،.

"زما خپل نظر دادی چې دې دواړو کې اضافه روانه ده. ځکه چې حالات ډېر زیات خراب شوي دي ابادي زیاته شوې ده، معاشي بدحالي ده، او د ټولو نه مهمه خبره داده چې د والدینو د ماشومانو طرفته پاملرنه کمه شوې ده".

هغه زياته کړه، د ماشومانو د حقونودپاره کار کوونکو غېر دولتي تنظیمونو مبارزه، رسنیو کې بشري حقونو ته زیات ځای ورکولو او د حکومتونو د قانون سازۍ او چټک ګامونو له امله اوس عامو خلکو کې په دې حقله پوهه زیاته شوې ده.

خو وې ويل، "د دې باوجود ټولنه کې د تعلیم د کمي په وجه اوس هم ماشومان د زیاتي ښکار کیږي، پښتونخوا کې هم په دغو شمېرو کې اضافه لیدل کیږي، 2019م کې د پښتونخوا پولیسو سره د زیاتي د ښکار شوو ماشومانو پېښې 180 وې، خو بیا 2021م کې د جنسي تيريو سره د مخ شوو ماشومانو شمېره 360 ته سېوا شوې وه".

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندي کولو کمېشن [چایلډ پروټیکشن کمېشن] چارواکي وایي د هیواد د نورو برخو په پرتله پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره زیات کار شوی دی.

د یاد کمېشن یو مشر اعجاز محمد خان وایي د پښتونخوا 12 ضلعو کې د ماشومانو خوندي کولو څانګې جوړې کړی شوي او فعاله دي. او نورو ضلعو کې پرې کار روان دی.

"زمونږ کوشش داد چې خلکو ته زمونږ رسېدل سیوا شي. او ماشومانو سره د زیاتي پېښو کې کمی راشي. چې ورسره زمونږ د پلټنو او عدالتي نظام هم قوي شي. چې زمونږ کمېشن دومره پراخه او فعاله شي چې خلکو کې د ماشومانو د حقونو پحقله حساسیت سیوا کړي".

هغه زياته کړه، دا کار یوازې د ریاست د یوې ادارې نه دی بلکې پکار ده میندې پلاران، د سکولونو او مدرسو استاذان، مذهبي عالمان او حکومتونه په ګډه دا ذمه واري واخلي، هر ځای د ماشوم د حق خبره وکړي او ماشومان د جنسي زیاتي نه د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ساحل ادارې ترمخه تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په ماشومانو د تشدد 4253 پېښې په ملکي ورځپاڼو کې رپورټ شوي چې پکې په ماشومانو د جنسي تیريو، تښتولو او په زوره ودونو پېښې شامل دي، ويل شوي تېر کال په ماشومانو د تشدد په پېښو کې 33 فيصده اضافه شوې ده.

ساحل په خپل رپورټ کې ويلي تېر کال 2123 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو ښکار شوي، او81 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00