شاته

کندهار ته د واک لېږد د طالبانو خپلمنځي اختلافات څرګندوي - شنونکي

طالبانو د خپلو ځينو مشرانو دفترونه له کابل څخه کندهار ته لېږدولي او له بهرنیو میلمنو سره یې د کابل پر ځای په کندهار کې ملاقاتونه کړي دي. شنونکي وايي، د واک ددغه لېږد په اړه د طالبانو مشران په خپلو کې اختلاف لري.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر په دې وروستیو کې له کابل څخه کندهار ته ولېږدول شو. د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني تېره میاشت کندهار ته سفر وکړ او د نورو طالب مشرانو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ یې د راپورونو په اساس، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره هم په پټه وکتل.

ځينې شنونکي وايي، نړیوال اوس په دې پوهېدلي، چې واک په کابل کې نه، بلکې کندهار کې دی. خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وايي، کندهار د طالبانو حکومت د پالیسیو جوړولو مرکز دی.

نوموړی زیاتوي: "نړیواله ټولنه په دې باور ده چې د ښځو مسئلې یا په نورو مسایلو باندې د کابل له ادارې سره کوم مشکل نه لري او ټول مشکل له کندهاره دی. او هم ځکه کوښښ کوي، چې مستقیم له کندهار سره رابطې ولري، ځکه چې د طالبانو د کابل اداره په ډېرو شیانو باندې واک او اختیار نه لري."

د یوسفزي په خبره، له دې امله نړیواله ټولنه اوس کوښښ کوي چې مستقیم د هبت الله اخندزاده له دفتر سره په رابطه کې وي.

شاوخوا ۲۹ کاله وړاندې د طالبانو غورځنګ له کندهار څخه پیل شو او وروسته د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په مهال د یاد غورځنګ بنسټګر ملا محمد عمر د کابل پر ځای په کندهار کې مېشت شو. د طالبانو د اوسني مشر هبت الله اخوندزاده په هکله هم ویل کېږي، چې په کندهار کې اوسي او واګې د کابل پر ځای په کندهار کې دي.

که څه هم طالب چارواکي وايي، یوازې د ذبیح الله مجاهد دفتر کندهار ته لېږدول شوی او نور ټول مشران يې لاهم په کابل کې دي، خو ځينې شنونکي بیا له کابل څخه کندهار ته ددې لېږد لامل د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات بولي،‌ چې په خبره يې له مودې راهیسې د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ وو.‌

د چارو شنونکی عزت الله پېژاند وايي: "زه فکر کوم دا د طالبانو په رهبرۍ کې د ژورو اختلافاتو د شتوالي څرګندونه کوي. دلته د واک انحصار فعلاً د دوو ډلو ترمنځ د کشمکش په حال کې دی، چې یوه د هبت الله ډله ده چې په کندهار کې مېشته ده او بله هغه يې د حقاني‌ډله ده چې په سویل ختیځو ولایتونو کې مېشته ده او زیاتره واک هلته لري."

د پېژاند په خبره، نړیواله ټولنه زیاته لېواله ده چې د کندهار ډلې سره اړیکې ولري ځکه چې په خبره یې، پر حقاني ډلې باندې د پاکستان مستقیم اغیز دی.

طالبانو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې دوی په خپلو کې داخلي اختلافات لري.

د طالبانو حکومت تراوسه دا نه وايي، چې پلازمېنه به له کابل څخه کندهار ته بدلوي، خو ځينې طالب چارواکي دا مني، چې د دوی ټولې پرېکړې له کندهاره او د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري کېږي، چې د ددې طالب چارواکو په خبره اوسمهال په کندهار کې اوسي.