شاته

جرمني اووه تنه د داعش د ملاتړ په تور نیولي

د جرمني امنیتي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۰) وویل چې په سوریه کې داعش ته د پیسو د راټولولو په تور یې اووه تنه نیولي دي.

د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر وویل، په نیول شویو کسانو کې څلور د جرمني اتباع، یو مراکشی الاصله جرمنی، یو د کوسوو او یو د ترکیې وګړی شامل دي. د څارنوالۍ دفتر ویلي چې دا کسان "له یوې نړیوالې شبکې سره د تړاو په شک نیول شوي چې د مالي تمویل له لارې یې په سوریه کې د اسلامي دولت د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کاوه..

څارنوالانو وویل چې نیول شویو کسانو د ۲۰۲۰ راهیسې د ټیلیګرام له لارې له خلکو داعش سره د مالي مرستې غوښتنه کوله.

د مقاماتو په وینا، په دې شبکه کې داسې کسان هم شامل دي چې "د مرستو راټولو او بانکي حسابونو پرانیستلو مسئولیت" یې درلود او له دې حسابونو څخه پیسې په سوریه کې د داعش غړو او یا ټاکل شوي منځګړیو ته لیږدول شوي دي.

څارنوالانو وویل، دا پیسې د سوریې په شمالي کمپونو کې د داعش له توقیف شویو غړو سره د مرستې لپاره کارول شوي او په ځینو مواردو کې د دوی د تیښتې تمویلولو کې مرسته شوې ده.

ددې شبکې له لارې په مجموعي ډول نږدې ۷۰ زره ډالر راټول شوي دي.

څارنوالانو وویل، ددې ډلې نیول کېدل په جرمني کې د هغو کسانو پر ضد د عملیاتو یوه برخه ده چې داعش ته یې د دغې ډلې له لارې پیسې لېږلي دي.

د چهارشنبې په ورځ د جرمني په مختلفو برخو کې له ۹۰ څخه زیات مشکوک ځایونه پلټل شوي دي. مقاماتو وویل چې پدې عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ پولیسو برخه لرله.