شاته

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین وروستۍ جنګي بېړۍ مو له منځه یوړه

د روسیې دفاع وزارت، نن چهارشنبې د مې ۳۱ ( غبرګولي ۱۰) ادعا وکړه چې د اوکراین د سمندري ځواکونو وروستۍ جنګي بیړۍ یې چې د دغه وزارت په وینا د اوډسا په سویلی بندر کې ځای پر ځای شوې وه، د یو هوایي برید په ترڅ کې له منځه یوړه.

د روسیې د دفاع وزات په اعلامیې کې چې په دې اړه خپره شوې،ویل شوي‌:‌ "د روان مې میاشتې پر ۲۹مه نېټه، د اوډسا په بندر کې د "یوري اولفیرنکو" په نامه د اوکراین د سمندري ځواکونو وروستۍ جنګي بیړۍ، د روسیې د هوايي ځواک لخوا د یو دقیق برید په پایله کې له منځه یووړل شوه."

دا پداسې حال کې دي چې د فرانس پرس خبري اژانس په خپلواکه توګه دغه ادعا نه ده تائیده کړې او د اوکراین د سمندري ځواکونو ویاند هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

"یوري اولفیرنکو" چې یوه متوسطه کښتۍ وه او د اوکرایني سرتیرو او نقلیه واسطو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیده، په پیل کې "کرواګارډ" نومول شوې وه، خو په ۲۰۱۶م کال کې د دغه جنګي کښتۍ نوم،‌ ماریوپول ته نږدې د اوکراین د سمندري ځواک د یو وژل شوي پوځي په ویاړ په "یوري اولفیرنکو" بدل شو.

د روسیې دفاع وزارت پداسې حال کې د اوکراین ددغه جنګي بیړۍ د ویشتلو خبر ورکوي چې تیر کال د اپریل په میاشتې کې، اوکرايني ځواکونو ادعا وکړه چې د ماسکوا په نوم د روسیې جنګي بیړۍ یې په تور سمندرګۍ کې د نپتون توغندیو په مټ له منځه یوړه.‌ خو د روسیې دفاع وزارت هغه مهال د یادې پيښې په اړه ویلي وو چې، یاده بېړۍ د اور لګېدو له کبله ډوبه شوه. روسیې چارواکو همدا راز په هغه پيښه کې د ماسکوا بیړۍ د یوې خدمې د وژل کېدو په ګډون د ۲۷ تنو د ترې تم کیدو پخلۍ کړی و‌.

د روسیې له خوا د "یوري اولفیرنکو" په نوم د اوکراین د وروستۍ جنګي بیړۍ د له منځه وړلو خبر پداسې حال کې خپریږي چې، د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره ۳۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته کوي. په دې مرستو کې د اوکراین د «پیټریوټ» میزایل سیستم لپاره مهمات هم شامل دي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې په دغو مرستو کې د «هیمارس» د پرمختللي سیستم ته راکټونه، د ټانکونو مهمات او زرهي ضد ظرفیتونه هم شامل دي. په پام کې ده چې دا نوې پوځي مرستې به نن (چهارشنبې) اعلان شي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، له هغې وروسته دا به نهه دېرشم ځل وي چې واشنګټن له کیف سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو په اوکراین باندې د عملیاتو نوې لړۍ پیل کړې ده او کیف پلان لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې د دغو عملیاتو ضد عملیات پیل کړي.