شاته

رانا ثناء الله:د عمران خان خلاف مقدمه به پوځي عدالت کې چلولی شي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي دپخواني وزیراعظم عمران خان په ضد مقدمه به پوځي عدالت کې چلولی شي.

خو عمران خان بیا وایي هغه چې پوځ دکمانډو ایکشن په کوم شکل نیولی ؤ دهغې غبرګون که دپوځي ودانیو مخې ته نه راڅرګندیدو نو چرته به راڅرګندیدو؟

دپاکستان یو شخصي ټي وي سره خبرو کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تور لګولی چې عمران خان په پوځي تاسیساتو دبریدونو دمنصوبې ترشا لاس لري اؤ دهغه په وینا په دې منصوبه عمل شوی دی.

دکورنیو چارو وزیر وویل عسکري تاسیسات په نخښه کول دپوځي عدالت کیس جوړیږي.

نوموړي ویلي عمران خان د وړاندې نه هرڅه ټاکلي وؤ اؤ خپلو کارکنانو اؤ ګوندي مشرانو ته یې وینا کړې وه چې که هغه ونیول شي نو پرضد یې باید فلاني،فلاني ځاي کې سوځول اؤ اړی ګړی وشي .

هغه دعوه وکړه چې ددې هرڅه ثبوتونه شته اؤ که اوس عمران خان دا دلیل وړاندې کوي چې هغه خو جیل کې ؤ نو دا بیخي غلطه وایي.

د کورنیو چارو د وزیر ددې وینا نه وړاندې اوړمه ورځ ددفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وؤ چې دعمران خان په ضد دپوځي قانون لاندې مقدمه چلول له امکانه بهر نه ده.

خو عمران خان بیا په نهم مئ دخپل ګوند دفعالینو لخوا دشوؤ احتجاجونو دفاع کړې ده اؤ وایي پوځ چې هغه دکمانډو ایکشن دلارې په کومه طریفه نیولی ؤ دهغې غبرګون کې دپوځي نخښو لرونکو ودانیو مخې ته نه څرګندېدو نو چرته به څرګندېدو؟

پخپله یوه ویډیوي وینا کې عمران خان ویلي دهغه دګوند تحریک انصاف ماتولو لپاره دملګ ادارې تباه کولی شي اؤ کومې ادارې چې دجرمونو دمخنیوي دنده پغاړه لري هغوي دپي ټي ایي په ختمولو پسې لګول شوې دي.

هغه دخپل ګوند په فعالینو د چمتو اوسیدو غږ کړی دی اؤ ویلي یې دي دا یو مشکل وخت دی خو دحقیقي ازادۍ لپاره قربانۍ ورکول غواړي اؤ باید له جیلونو هیڅ ویره ونه کړل شي.

د عمران خان پلویان اؤ د هغه دګوند پي ټي ایي مشران وروسته له هغې د سختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ د غبن په یوه قضیه کې عمران خان د نیب لخوا ونیول شو اؤ د ګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل.

ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

د دې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو.

مطبوعات وایي دنهم مئ دقهرجنو احتجاجونو نه راپدیخوا پاکستان کې امنیتي ادارو دتحریک انصاف ګوند په زرګونو فعالین اؤ مهم مشران نیولي اؤ حکومت اعلان کړی چې په پوځي تاسیساتو کې د ککړو کسانو پرضد به دپوځي قوانینو لاندې پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00