شاته

سپریم کورټ کې د اډیو لیکس کمیشن پرضد د خواستونو اوریدنه نن کیږي، حکومت په دریوؤ ججانو اعتراض کړی

دپاکستان سپریم کورټ دچیف جسټس په مشرۍ پینځه کسیز بینچ نن د اډیو لیکس دپلټنو لپاره دجوړ کمیشن پرضد عدالت ته دشوؤ خواستونو اوریدنه په داسې حال کې کوي چې حکومت په دغه بینچ کې په شاملو دریوؤ ججانو اعتراض راپورته کړی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې یاد ججان باید دا خواستونه وانه وري.

پاکستاني رسنۍ وایي مرکزي حکومت دچیف جسټس عمرعطاء بندیال،جسټس اعجازالاحسن اؤ جسټس منیب اختر په بینچ کې دګډون پرضد داعتراض عریضه یا خواست دنهې په ورځ داډیو لیکس کمیشن په ضد د درخواستونو مقدمه کې جمع کړی دی .

په دغه خواست کې حکومت دریځ خپل کړی چې دپلټنو لپاره کوم کمیشن جوړ شوی دهغوي مخې ته یوه اډیو دچیف جسټس دخواښې پرته ده اؤ دعدالتي فیصلو له مخې یو جج کله هم دخپلو خپلوانو مقدمه نه شي اوریدلی.

خواست کې ویل شوي چې په تېرو وختونو کې د ارسلان افتخار په قضیه کې هم چې کله دهغه وخت په چیف جسټس افتخار چوهدري اعتراض راپورته شوی ؤ نو هغه دبینچ نه ځان ویستلی ؤ .

د حکومتي درخواست له مخې په بینچ کې چې کوم نور دوه ججان جسټس اعجازالحسن اؤ جسټس منیب اختر شامل دي دهغوي اړوند اډیوز هم دکمیشن مخې ته دي ځکه نو پکار ده چې ددې خواستونو اوریدنې لپاره یو نوی بینچ وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ د سپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ پینځه کسیزه بینچ داډیو لیکس په ضد عدالت ته دشوو خواستونو اوریدنه کوي .

په دې پینځه کسیز بینچ کې دیادو دریوؤ ججانو ترڅنګ دوه نور ججان جسټس سید حسن اظهر رضوي اؤ جسټس شاهد وحید هم شامل دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې داسې ګڼ شمیر لانجمنې اډیوګانې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې ځینې پکې دعدلیې دججانو اؤ دهغوي دخپلوانو یا د کورنیو دغړو سره منسوب دي.

حکومت په 21مئ ددې اډیوګانو دپلټنو لپاره دسپریم کورټ د سینیر جج قاضي فایز عیسي په مشرۍ درې کسیزه قضایي کمیشن جوړ کړی ؤ چې دهغې په ضد دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سپریم کورټ ته خواست کړی ؤ اؤ په تېره اوریدنه کې دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ دغه دپلټنو کمیشن دکاره منعې کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00