شاته

د پي ټي ایي مشران علي محمد خان او شهریار اپریدی د جېل نه له خلاصېدو وروسته بیا نیول شوي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دوه پخواني مرکزي وزیران سنیټر علي محمد خان اؤ شهریار اپریدی د دپیندۍ د اډیاله زندان څخه له خوشې کیدو وروسته یو ځل بیا پولیسو نیولو دي.

دعلي محمد خان دا دریم اؤ شهریار اپریدي دویم ځل دی چې له زندانه خوشې کیږي اؤ پولیس یې د زندانونو دمخې نه ګرفتاروي.

دعمران خان په تېر حکومت کې دکورنیو چارو پخوانی مرکزي وزیر شهریار اپریدی د3 ایم پي او لاندې له نیول کیدو وروسته د اسلام اباد د ډپټي کمشنر په حکم دتېرو 15 ورځو راهسې اډیاله جیل کې بندي ؤ اؤ د15ؤ ورځو دبند تېرولو نه وروسته چې پرون د نهې په ورځ راخوشې شو نو دجیل دمخې نه بیا دپینډۍ پولیسو د 3 ایم پي او په اساس ونیولو.

پاکستاني رسنۍ وایي د راولپنډۍ ډپټي کمشنر د 3 ایم پي او لاندې دنورو 15 ورځو لپاره د شهریار اپریدي دنظربندۍ امر کړی ؤ چې ددغه امر په اساس شهریار اپریدی په دویم ځل پولیسو نیولی دی اؤ بیا یې د اډیالې جیل ته لیږلی دی.

همدا شان دعمران خان په تېر حکومت کې دپارلیماني چارو پخوانی وزیر اؤ دپاکستان دسینیټ غړی علي محمد خان هم پرون په دویم ځل د زندانه له راخوشې شوی اؤ سم د واره په دریم ځل داډیاله جیل دمخې نه دخېبر پښتونخوا پولیسو نیولی دی.

په دریم ځل دعلي محمد خان دنیول کیدو ویډیو په ټولینزو رسنیو هم خپره شوې ده چې پکې هغه په دې ویلو لیدل کیږي چې د ژوند تر وروستۍ ساه به دعمران خان ملاتړ نه لاس نه اخلي.

دپاکستان تحریک انصاف ګڼ شمیر مشران اؤ په زرګونو پلویان وروسته له هغې پولیسو نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي چې په نهم مئ دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پلویانو له قهره ډک احتجاجونه وکړل اؤ دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته یې اورونه ولګول.

عمران خان دعوه کوي چې دهغه د ګوند تر10زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ وایي دغو نیول شوؤ سیاسي فعالینو سره زندانونو کې غیرقانوني اؤ غیر انساني سلوک روان دی.

دتحریک انصاف ګوند زیاتره مشران چې له زندانونو راخلاصیږي نو پولیس یې یو وارې بیا نیسي خو یوازې هغه کسانو ته څه نه ویل کیږي چې د زندانونو څخه له خلاصیدو وروسته پریس کانفرنسونو کې دتحریک انصاف ګوند د پرېښودلو اعلانونه کوي.

تر دې دمه دپي ټي ایي قابو 100مشرانو دخپل ګوند پرېښودلو اعلانونه کړي دي چې هغې کې پخواني وزیران اؤ دپارلیمان غړي هم شامل دي.

عمران خان تور لګوي چې د ګوند په مشرانو یې دګوند پرېښودولو فشارونه اچول کیږي خو ددفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي دتحریک انصاف نه اوښتونکي مشران ددغه ګوند دګناهونو بار نور پغاړه نه شي وړلی ځکه دغه ګوند نه خپلې لارې بیلوي.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00