شاته

امریکا له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو نوره پوځي مرسته کوي

واشنګټن – یو دفاعي چارواکي امریکا غږ ته ویلي، امریکا به له اوکراین سره د ۳۰۰ میلینو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته وکړي په کومه کې چې د پټریاټ توغندیو دفاعي سیستم هم شامل دی.

دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، دغه مرسته به په رسمي توګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړل شي.

هغه وویل، په دغې مرسته کې د حمارس توغندي، د ټانکونو ګولۍ او د زرې موټرو ضد وړتیاوې هم شاملې دي.

چارواکی زیاتوي، چې په یادې مرسته کې د اوینجر او سټینګر په ګډون له ځمکې نه هوا ته ویشتونکي توغندي هم شته.

له دغې مرستې سره په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې دا ۳۹ ځل شو چې د ولسمشر په حکم سره د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د پوځي وسلو او وسایلو مرسته کوي.

دا مرسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اوکراین کابو ۲۰۰ سرتېرو ته په جرمني کې د ابرام ټانکونو روزنه ورکول کېږي.

همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي، چې ۲۰۰ نور اوکرایني سرتیري د ټانکونو د سون توکو په عملیاتو او حفظ مراقبت برخه کې تر روزنې لاندې دي.

دغه اوکراینیان د هغو ۳۱ ټانکونو لپاره روزل کېږي چې د دې میاشتې په سر کې له جرمني څخه اوکراین ته رسېدلي دي.‌

امریکايي چارواکو ویلي، چې ۳۱ نور ابرام ټانکونه په امریکا کې بېرته رغول شوي او اوکراین ته به په مني کې واستول شي.

امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې په جرمني کې د ابرام ټانکونو لپاره د سرتېرو روزنه د مې میاشتې په ۲۶ پیل شوي او کابو لس اونۍ به وخت ونیسي.‌

د ابرام ټانکونو لپاره د اوږده وخت راهیسې انتظار کېده چې د جګړې په ډکر کې د اوګراین په ګټه ورزیات شي. د دغو ټانکونو زرې ډبله ده او انجن یې ۱۵۰۰ هورس پاوره دی چې د روسانو د وخت له ټانکونو څخه چې اوکراین یې لري او د روسانو پرجګړه کې یې کاروي ډېر پرمختللي دي.

په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې امریکا له اوکراین سره تر ۳۷ بیلینو ډالرو د زیاتې امنیتي مرستې ژمنه کړې.

هلته د جګړې په ډګر باندې ماسکو د دې کال په سر کې هغه عملیات بېرته پیل کړي چې درېدلي وو او کیېف هم سترو ځوابي عملیاتو لپاره تیاری نیسي کوم چې تمه ده په راتلونکو ورځو او میاشتو کې به پیل شي.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د اوکراین ځوابي عملیات به دومره ډرامټیک نه وي څومره چې یې ځینې خلک تمه لري خو بیا به هم په سمه توګه ترسره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان بریا ته د ترکانو ګډ غبرګونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00