شاته

پاکستان د بشري حقونو په اړوند د امریکایي کانګریس د غړو اندېښنې رد کړي او وایي د خلکو حقونه خوندي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د امریکایي کانګریس د غړو لخوا د پاکستان په وروستیو حالاتو ښودل شوې اندېښنې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې د ټولو وګړو د حقونو تحفظ کیږي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې پخپله اعلامیه کې ویلي د نهم مئ د پېښو په اړه پاکستان کې دننه ټول ګامونه د ایین اؤ قانون له مخې اخستل کیږي.

په نهم مئ پاکستان کې د غبن په یوه مقدمه کې د پخواني وزیراعظم عمران له نیول کیدو وروسته د هغه د ګوند پاکستان تحریک انصاف پلویانو قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ د دغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه لګول شوي وؤ.

له دغو پېښو وروسته پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر فعالین د پولیسو لخوا نیول شوي اؤ پوځ اعلان کړی چې د اړي ګړي پېښو کې د ککړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلوي.

د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونو په پاکستان کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو په ضد د مقدمو مخالفت کړی دی.

په 18م مئ د امریکایي کانګریس تر 60ؤ زیاتو غړو خارجه وزیر انتوني بلنکن ته یو لیک استولی ؤ اؤ د هغه څخه یې غوښتنه کړې وه چې پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کولو په موخه باید د پاکستان په حکومت فشار واچوي.

دغو امریکایي قانون سازانو په خارجه وزیر بلنکن ټینګار کړی ؤ چې پاکستان کې د جمهوریت اؤ انساني حقونو د ودې اؤ تحفظ معامله باید پاکستاني چارواکو سره راپورته کړي.

د زیارت په ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې پخپل یو بیان کې ویلي پاکستان د امریکایي کانګریس د غړو د لیک سره انفاق نه کوي .

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د نهم مئ د پېښو په اړوند سپیناوی کړی دی اؤ پاکستان د خپلو ټولو وګړو حقونو اؤ د تاسیساتو اؤ ودانیو د تحفظ په اړوند پخپلې اییني ذمه واریو ولاړ دی.

ویاندې ویلي" اییني ضمانتونو اؤ بنیادي ازادیو ته زمونږ د عدلیې تحفظ ترلاسه دی".

دا په داسې حال کې ده چې پخوانی وزیراعظم عمران خان دعوه کوي د نهم مئ دپېښو نه وروسته دهغه د ګوند تر 10 زرو زیات فعالین نیول شوي اؤ په هغوي نه یوازې تشدد شوی بلکې د کورنیو غړي یې هم ځورول شوي دي.

عمران خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پوځي عدالتونو ضد سپریم کورټ ته خواست وکړو او ويې وېل سپریم کورټ دې پوځي عدالتونه غیر اييني وبلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00