شاته

جنرال منیر: د نهم مئ د پېښو ذمه واران به نه هېر کړل شي اؤ نه به وبخښل شي

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي په نهم مئ چې پاکستان کې کومې ناوړه پېښې رامنځته شوې هغه د افسوس اؤ غندنې وړ دي اؤ قام به د دې پېښو ذمه واران نه هیر کړي اؤ نه به یې وبخښي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ پولیس لاین اسلام اباد کې پولیس افسرانو اؤ ځوانانو ته پخپله وینا کې جنرال منیر ویلي، چا چي په نهم مئ د شهیدانو د یادګارونو سپکاوی کړی د ټول قام زړونه یې دردولي دي اؤ قام به هیڅکله دوی ونه بخښي اؤ نه به داسي عملونه وزغمي.

په نهم مئ پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پرضد شوؤ احتجاجونو کې د اړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو پړه حکومت په تحریک انصاف ګوند ور اړوي خو د دغه ګوند مشر عمران خان بیا تور لګوي چې په دغه ورځ ایجنسیو خپل کسان د هغه د پلویانو منځ ته ورپریښي وؤ اؤ دا اړی کړی یې کړی دی.

عمران خان پرله پسې په پوځي ودانیو د شوؤ بریدونو د بې پلوه پلټنو غوښتنې کوي خو پوځ اعلان کړی دی چې دغو پېښو کې د لاس لرونکو په ضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلوي.

د آی ایس پي ار د بیان له مخې پوځي مشر پخپله وینا کې ویلي، د پاکستان پوځ، پولیس اؤ قانون نافذوونکې ادارې د ریاست علامتونه اؤ د او دفولادو د دیوال په څېر دي چې د ملک اؤ قام لپاره له یوې قربانۍ هم ډډه نه کوي.

جنرال عاصم منیر وویل ولس اؤ پوځ د شهیدانو د کورنیو سره ولاړ دی اؤ ولاړ به وي اؤ هیڅوک د هغوئ قربانۍ ضایع کولی نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ پاکستان کې د پوځ اؤ پولیسو شهیدانو ته د درناوي وړاندې کولو ورځ نمانځل شوې اؤ ګرد هیواد کې په دې اړوند غونډې اؤ لاریونونه راجوړ شوي وؤ.

په نهم مئ د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف دشوؤ قهرجنو مظاهرو په مهال لاهور کې د کور کمانډر او په پېښور کې د رېډیو سټېشن ودانیو ته اورونه اچول شوي وو. د دې نه علاوه د پاکستان په نورو برخو کې هم پوځي اثاثې په نخښه کړل شوې وې.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وایي د مظاهرو نه وروسته د پاکستان امنیتي ادارو د عمران خان د پلویانو خلاف ګامونه پورته کړي او د خان د 5000نه زیات پلویان يې نیولي دي خو عمران خان بیا دعوه کوي چې دهغه دنیول شوؤ پلویانو شمیره تر10 زرو لوړه ده

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00