شاته

د تحریک انصاف دریوؤ نورو مشرانو ملیکه بخاري، مسرت جمشید اؤ جمشید چیمه هم ګوند پرېښودو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دریوؤ نورو مرکزي مشرانو ملیکه بخاري، مسرت چیمه اؤ جمشید چیمه هم له بنده د راخلاصیدو سره سم د دغه ګوند د پرېښودلو اعلان کړی دی.

دعمران خان ویاندې مسرت چیمه اؤ دهغې مېره جمشید چیمه ویلي هغوئ د تحریک انصاف ګوند سره سره نور د سیاست نه هم لاسونه اخلي.

په نهم مئ پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پرضد قهرجنو احتجاجونو کې د اړي ګړي د شوؤ پېښو راپدیخوا د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر د سر سر مشران امنیتي ځواکونو نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي اؤ اوس هغوی کې زیاتره د راخلاصیدو سره سم د تحریک انصاف ګوند د پرېښودلو اعلانونه کوي.

تر دې مهاله ګرد هیواد کې د پي‌ ټي ایي تر 50ؤ‌ زیاتو مرکزي اؤ صوبایي مشرانو اؤ د پارلیمان پخوانیو غړو د دغه ګوند د پرېښودو اعلانونه کړي دي.

د زیارت په ورځ د اډیاله زندان څخه له راخوشې کیدو سمدستي وروسته د تحریک انصاف وتلې مشرې ملیکه بخاري اسلام اباد کې د یو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د ګوند پرېښودلو اعلان وکړو اؤ ویې ویل د نهم مئ پېښې د هر پاکستاني لپاره د تکلیف ډکې وې.

هغې وویل هرکله چې د دې پېښو پلټنې وشي نو یو شمیر نور شیان به هم راڅرګند شي.

ملیکه بخاري وویل هغه نوره د تحریک انصاف ګوند سره نه ځي اؤ غواړي خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي.

د عمران خان ویانده مسرت جمشید اؤ د هغې مېړه جمشید چیمه هم پرون د زیارت په ورځ له زندانه خوشې کړی شول اؤ هغوئ هم یو مطبوعاتي کانفرنس کې د تحریک انصاف ګوند نه دخپلې لارې بیلولو اعلان وکړو.

د پي ټي ایي دغو دواړو مشرانو د نهم مئ پېښې وغندلې اؤ ویې ویل د تېرو 13میاشتو راپدیخوا چې کومه بیانیه جوړه کړل شوې ده هغې کې د ګوند نور مشران اؤ عمران خان شامل دي اؤ هم د دې بیانیې له امله د نهم مئ پېښې رامنځته شوې.

هغوی وویل د لاهور په جناح هاوس کې چې کومو خلکو اړی ګړی کړی دی هغوي ته باید د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

مسرت چیمه اؤ جمشید چیمه هم د سیاست نه د لاس اخستو اعلان وکړو اؤ ويې ویل اوس چې په سیاست کې د تشدد عنصر ورګډ شوی دی، دوی نه شي کولی چې نور خپل سیاست ته دوام ورکړي.

تر اوسه پي ټي‌ ایي نه څومره مشران ووتل؟

تر دې وړاندې په دې نزدې ورځو کې د تحریک انصاف نورو ګڼ شمیر مشرانو هم د دغه ګوند پرېښودلو اعلان کړی چې هغې کې د ګوند مرکزي مرستیال صدران فوادچوهدري، شیرین مزاري، د پنجاب پخوانی صوبایي وزیر فیاض الحسن چوهان، د پارلیمان پخواني غړي عبدالرزاق خان نیازي، مخدوم افتخار الحسن ګیلانی اؤ جلیل احمد شرقپوري شامل دي.

همداشان حیدر علي، عثمان ترکئ، هشام انعام الله، اجمل وزیر، محمد اقبال وزیر، خواجه قطب فرید کوریجه، عامر محمود کیاني، چوهدري وجاهت حسین، ملک امین اسلم، فیض اللہ کموکا، ډاکټر محمد امجد، سید سعید الحسن، سلیم اختر لابر، چوهدری حسین الهي اؤ ګڼو نورو د پارلیمان پخوانیو غړو اؤ د ګوند مشرانو هم د تحریک انصاف نه خپلې لارې جدا کړې دي.

د نهم مئ له پېښو راپدیخوا پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د وتلو مشرانو شمیره قابو 50 ته رسیږي.

څېړونکي وایي دغه مشران د پوځ اؤ استخباراتي شبکو په دباؤ د پي ټي آی نه د وتلو اعلانونه کوي خو تر اوسه چې کومو مشرانو د ګوند پرېښودلو اعلانونه کړي هغوي کې زیاترو ویلي چې د ګوند پرېښودلو په اړه پرې هیچا دباو نه دی اچولی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00