شاته

السلوادور کې د فوټبال مسئولین د نندارچیانو په 'قتل' تورن او نیول شوي

په السلوادور کې څارنوالۍ د فوټبال یو شمېر مسئولین تورن کړي دي چې د «حرص» او پېسو ګټلو د لالچ له کبله یې ټېل ماټېل جوړ شوی او د لوبې ۱۲ نندارچیان مړه شوي دي.

په السلوادور کې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د یکشنبې د ورځې د لوبې ټول ټکټونه خرڅ شوي وو خو د لوبې تنظیموونکو د «حرص» له کبله په نندارچیانو جعلي ټکټونه پلورلي چې همدا د ټېل ماټېل د جوړېدو او ۱۲ کسانو د مړینې لامل شوی دی.

فرانس پرس د څارنوالۍ د اعلامیې په اساس لیکلي دي: «د لوبو په تنظیم کې غفلت او د ډېرو ټکټونو خرڅولو حرص د خلکو د ټېل ماټېل او انسانانو د مړینې او زخمي کېدو لامل شوی او د نندارچیانو مصونیت یې له خطر سره مخامخ کړ.»

څارنوالي وايي چې د «الیانزا» فوټبال کلب مشر پدرو هرناندوز، د کلب د امنیت او مالي برخو مدیران، د کوسکاتلان د لوبغالي، چې د ۳۵۰۰۰ نندارچیانو ځای لري، عمومي مدیر او یو بل مسئول نیول شوي او په غیر عمدي ډول د خلکو په قتل تورن شوي دي. څو ورځې ورسته به ددوی محکمه وي او ممکن د ۱۲ کالونو بند له سزا سره مخامخ شي.

په پېښې کې شاوخوا ۵۰۰ نور کسان ژوبل شوي هم وو. د السلوادور د فوټبال فدراسیون تېره ورځ له همدې کبله د دغه هېواد د «کلاسورا د فوټبال ملي» سیالۍ لغوه کړې.

پېښه په مرکز سن السلوادور کې د «الیانزا» د فوټبال په لوبغالي کې وشوه، ویل کېږي چې د لوبغالي د یوې دروازې له غورځېدو وروسته دا پېښه وشوه. څارنوالي وایي چې په میدان کې کافي دروازې نه وې چې خلک په مصون ډول وتلي وای.

د السلوادور د فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ «الیانزا» فوټبال کلب ته وویل چې خپلې لوبې دې د یو کال لپاره د میدان د بندو دروازو تر شا او له نندارچیانو پرته وکړي او همدغه راز د روان کال د جولاۍ د ۲۱ نېټې څخه مخکې باید ۳۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.