سپريم کورټ: پاکستان د 20 کالو راهسې د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوی خو انتخابات شوي دي
د پاکستان د سپريم کورټ چيف چسټس عمر عطا بنديال ویلي، په ملک کې د تېرو 20 کالو راهسې ترهګري روانه ده خو انتخابات شوي دي، نوموړي دغه څرګندونې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو د وروسته کېدو ضد خواست په اورېدنه کې کړي دي.
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د پينځه ججانو بنچ يا ډله د پاکستان تحريک انصاف لخوا په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو وروسته کېدو پرضد د خواست اورېدنه کوي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه د چیف جسټس په مشرۍ بنچ چې د پاکستان تحریک انصاف په خواست اورېدنه کوي، ښايي نن فېصله شي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په 22مارچ ويلي وو، د اپرېل په 30مه نېټه د پنجاب اسمبلۍ لپاره کېدونکي انتخابات ځنډوي او اعلان یې کړی وو چې اوس به دا ټاکنې د اکتوبر په 8مه کیږي.
پاکستان تحريک انصاف سپريم کورټ ته خواست کړی چې د الېکشن کمېشن پرېکړه کالعدم کړي.
د الېکشن کمېشن لخوا عدالت ته ويل شوي چې په انتخاباتو کې ورته د امنيت مسله ده.
په ننۍ اورېدنه کې د الېکشن کمېشن وکیل سجيل سواتي بيا تکرار کړې او د ډان د وېب پاڼې ترمخه نوموړي ويلي چې پوځ د انتخاباتو ډيوټۍ له د ځوانانو ورکولو نه انکار کړی دي. هغه عدالت ته ويلي چې استخباراتي ادارو الېکشن کمېشن ته په بهکر، ميانوالي کې د تحریک طالبان پاکستان او سندهودېش سره د نورو لاقانونه ګرځول شوو تنظيمونو د موجودګۍ خبر ورکړی دی.
هغه دا هم ويلي چې سيکرټري داخله ورته دا هم ويلي چې سیاسي مشرانو ته هم امنيتي خطره ده، او يواځې د الېکشن په ورځ نه بلکې د الېکشن کمپاين په مهال هم امنيتي خطره موجوده ده.
د انتخاباتو د کمېشن وکيل عدالت ته په خېبرپښتونخوا کې هم د ترهګرۍ د پېښو يادونه کړې ده.
چيف جسټس بيا ويلي چې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په اړوند رپوټونه سنجيده دي.
خو نوموړي بيا ویلي، چې د ترهګرۍ مسله خو د 20 کالو راهسې ده د هغې باوجود په ملک کې انتخابات شوي دي.
او بيا په بنچ کې شامل جسټس منيب اختر ویلي چې د امنيت په اړوند رپوټونه به سم وي د ترهګرۍ خطره په خپل ځای خو په ايين هم عمل کول لازمي دي.
د پاکستان په سپريم کورټ کې دغه اورېدنه روانه ده.