شاته

راشد خان د نړۍ لومړی توپ‌ اچوونکی شو؛ فاروقي درېیم دی

د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزو سیالیو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان راشد خان لومړی مقام ګټلی دی.

نړیوالې شورا نن چهارشنبه مارچ ۲۹ (حمل نهمه) د ۲۰ اوریزو او یوې ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه.

د ۲۰ اورونو په لسو غوره لوبغاړو کې درې د افغانستان توپ اچوونکي دي چې په ترتیب سره په لومړي، درېیم او اتم مقامونو باندې راغلي دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې په اساس،‌ راشد خان په لومړی ځل په ۲۰۱۸ کې په دغو سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و او ډېر وخت په دې مقام و، خو بیا د سري لانکا ورو توپ اچوونکي وانېندو هسرانګا دا مقام ترلاسه کړ. په تازه درجه بندۍ کې هسرانګا په دویم مقام دی.

بل افغان تېز توپ اچوونکی فضل حق فاروقي په لومړي ځل په درېیم مقام راغلی دی. دا د افغانستان لومړی تېز توپ اچوونکی دی چې د ۲۰ اورونو د سیالیو د توپ اچوونکو په کتار کې په درېیم نمبر راځي.

مجیب الرحمن بل هغه افغان لوبغاړی دی چې د لسو غوره توپ‌ اچوونکو په کتار کې په اتم مقام راغلی دی. دی مخکې لسم و.

د افغان لوبغاړو په درجه بندۍ کې له پاکستان سره د افغانستان وروستیو لوبو مهم رول لوبولی دی. د کرکټ نړیواله شورا وايي ‌چې راشد خان له پاکستان سره په دریو لوبو کې په هرې لوبې کې یو کس سوځولی او په ۱۲ اورونو [۷۲ توپونو] باندې پرې ۶۲ منډې شوې دي.

فضل حق فاروقي بیا له پاکستان سره په دریو لوبو کې پنځه کسان اوټ کړي او په نوې درجه بندۍ کې ۱۲ مقامه پورته ختلی دی.

مجیب الرحمن بیا له پاکستان سره په دریو لوبو کې څلور کسان اوټ کړي او په همدې اساس له لسم مقام څخه اتم مقام ته پورته شوی دی.

افغانستان له پاکستان سره د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله او په کرکټ کې یې یو بل تاریخ جوړ کړ.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې له مخې ابراهیم ځدراڼ او محمد نبي بل هغه افغان لوبغاړي دي چې د توپ وهنې په درجه بندۍ کې یې پرمختګ کړی دی. ابراهیم په نړۍ کې په ۴۱ مقام او محمد نبي په ۵۸م مقام باندې راغلي دي.

د کرکټ نړیواله شورا د لوبغاړو درجه بندي د هغوی د ښو لوبو په اساس کوي.