شاته

دپاکستان پارلیمان حکومتي اؤ انتظامیي چارو کې دعدلیې دلاسوهنې پرضد قرارداد منظور کړی

دپاکستان پارلیمان په ورځ حکومتي اؤ انتظامیې چارو کې دعدلیې دلاسوهنې پرضد قرارداد په ګډ ډول منظور کړی دی .

په قرارداد کې دپاکستان سپریم کورټ نه غوښتنه شوې ده چې دالیکشن کمیشن په چارو کې دې مداخلت نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هم پرون دنهې په ورځ دپاکستان مرکزي کابینې دعدالتونو د واک کمولو قانوني مسوده منظور کړې ده اؤ دغه مسوده بیا قامي اسمبلۍ ته د منظورولو لپاره وړاندې کړل شوې ده.

دنهې یا سه شنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ داسپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ راجوړې شوې غونډې ته داطلاعاتو دمرکزي وزیرې مریم اورنګزیب لخوا په وړاندې کړل شوي پریکړه لیک یا قرارداد کې ویل شوي چې دا ایوان په مقننه کې دعدلیې لاسوهنه مسترد کوي.

قرارداد کې دهیواد دټولو اسمبلیو دانتخاباتو په یوه ورځ د کولو غوښتنه شوې ده اؤ‌ هم پکې دانتخاباتو په اړه قضیه کې دسپریم کورټ د دریوؤ مقابله کې دڅلور ججانو دپرېکړې ملاتړ ښودل شوی دی.

په قردارداد کې غوښتنه شوې ده چې دالیکشن کمیشن په اړه دټولو مقدمو اوریدنه باید دسپریم کورټ فل کورټ کوي.

د قرارداد له مخې "دا ایوان سیاسي معاملو کې دعدلیې بې ځایه لاسوهنه دسیاسي بې ثباتۍ زیږندنه بولي،عدلیه دې سیاسي اؤ انتظامي معاملو کې دمداخلت نه ډډه وکړي"

قرارداد کې ویل شوي چې الیکشن کمیشن باید دخپل صلاحیت په اساس په سازګاره حالاتو کې الیکشن کولو ته پرېښودل شي څکه چې هیواد کې داقتصادي ثبات لپاره سیاسي ثبات ضروري دی.

داطلاعاتو د مرکزي وزیرې له لوري پارلیمان ته وړاندې کړل شوی دا قرارداد دپارلیمان غړو په ګډ ډول منظور کړو.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران د نهې په ماسخوتن په یوه ویډیو کې تور پورې کړی دی چې د شهباز شریف حکومت له انتخاباتو د تېښتې په خاطر په پر عدلیه فشار اچول غواړي.

خو شهباز شریف بیا دپارلمان غونډې ته خپله وینا کې د عمران خان له نوم اخستو پرته ويلي، چې "نن د عدالتي واک سره لوبې کيږي يو نازولی عدالتونو ته نه وړاندې کیږي د شپې ورته ضمانتونه ورکړل کیږي، په ايين پورې خندا روانه ده".

هغه ويلي، چې "ملک دې بندې کوڅې ته د تګ څخه بچ کړی شي، مقننه [پارلیمان] او عدليې ته خپل اييني او قانوني واک په کارول وي".

په پاکستان کې وروسته له هغې دعدلیې په کردار ټکونه سیوا شوي چې په ګڼ شمیر مقدمو کې عدالتونو پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دتحریک انصاف ګوند نورو مشرانو ته بیلابیلو مقدمو کې ضمانتونه ورکړل اؤ هم یې دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دالیکشن لپاره دنیټې په نه ټاکل کیدو له خپله انده نوټس واخستو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00