شاته

دپاکستان داحتجاج اؤ دامریکې دسپیناوي باوجود زلمي خلیلزاد دعمران خان په پلوۍ بیانونو ته دوام ورکړی

افغانستان لپاره دامریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دسخت احتجاج باوجود هم دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان په پلوۍ دخپلو بیانونو لړۍ دومداره ساتلې اؤ وایي که دعمران خان پرضد پاکستاني چارواکو خپل ذهنیت بدل نه کړو نو دا هیواد به دبحرانونو سره مخ پاتې شي.

په ټویټر خپل یو تازه بیان کې ښاغلي خلیلزاد دپاکستان دکورنیو چارو د وزیر راناء ثناء الله هغه بیان حیرانوونکی ګرځولی چې ویلي یې وؤ "تر دې وروسته به یا زه یم اؤ یا عمران خان"

زلمي خلیلزاد ویلي د خدایې نه ویریدونکي اؤ قانون منونکي پاکستانیان باید د کورنیو چارو د وزیر دا بیان رد کړي.

هغه ویلي دکورنیو چارو د وزیر ددې بیان مقصد دپاکستان دیو ستر سیاسي مشر پرضد تشدد ته هڅونه ده.

هغه دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه هم غوښتنه کړې ده چې دخپل وزیر دداسې قسمه خبرو سره خپل پریکون وښایي .

د زلمي خلیلزاد په وینا "همداسې ذهنیت دپاکستان دناکاره کیدو یو ستر علت دی اؤ که چرې دې کې بدلون رانه وستل شو نو دا هیواد به دبحرانونو په غیږه کې وي"

خلیلزاد خپلې دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یوازې دوه ورځې دمخه امریکې د پاکستان د وروستي وضعیت په اړه د خپل پخواني ډپلوماټ زلمي خلیلزاد لخوا کیدونکې څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی ؤ او ویلي یې وؤ چې ښاغلی خلیلزاد دامریکې یو عام وګړی دی.

زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پخپلو پرله پسې بیانونو کې د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنو ډک بیانونه ورکړي وؤ او ویلي یې وؤ چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی.

زلمي خلیلزاد پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان د نیول کیدو په هڅو هم اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې وؤ چې که عمران خان ونیول شي نو د پاکستان دننه به ورسره سیاسي فضاء نوره هم کړکیچنه شي.

پخواني امریکایي ډپلوماټ پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان دننه د جون د میاشتې په وړومبیو کې د انتخاباتو وړاندیز کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې کوم ګوند ته ولس خپلې رایې ورکړي هغه به بیا پرېکړې کوي چې څه پکار دي.

پاکستان د ښاغلي خلیلزاد په دې څرګندونو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ او د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي وؤ هغه (خلیلزاد) دې خپلې ناغوښتل شوې مشورې د ځان سره سمبال کړي.

دپاکستان ویاندې ویلي وؤ چې پاکستان به د یو هوډمن ملت په توګه د موجوده مشکل صورتحال نه په بریالیتوب سره وځي.

د امریکې د بهرنیو د وزارت ویاند ودنت پټیل اوړمه ورځ مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په مهال د زلمي خلیلزاد ددې وروستیو بیانونو سپناوی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د خلیلزاد بیانونه د بایډن انتظامیې د نظر استازیتوب نه کوي.

امریکایي ویاند ویلي زلمي خلیلزاد دا مهال یو عام امریکایي وګړی دی او د هغه بیانونه یوازې د هغه شخصي نظر دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00