شاته

عباس ستانکزی: د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د علم دروازې باید د هیچا پر مخ تړلي نه وي.

نوموړي په یوې لنډه ویډیو کې چې په رسنیو کې خپره شوې او ویل کیږي په دبۍ کې د افغانستان قونسلګري ده، زیاته کړې چې علم په نارینه وو او ښځو فرض دی.

ښاغلي ستانکزي ویلي:" زه خپله شخصا په دې نظر یم او ما تل په دې اړه خبري هم کړي او ټول ملګري هم په همدې نظر دې راسره چې د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي. دا د هر چا حق دی، که هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی."

د طالبانو دغه جګپوړی چارواکی په داسې حال کې ټولو ته د تعلیم د زمینې د ورکړي غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او په وروستي اقدام کې یې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې ویډیو کې زیاته کړې چې دی او د هغه ملګري هڅه کوي دا مشکل هوار کړي څو افغان نجونو او میرمنو ته د تعلیم زمینه مساعده شي.

ښاغلي ستانکزي وویل، اسلامي امارت اوس هم دا اعلان ندی کړی چې قطعا د ښځو تعلیم نه مني بلکې دا یو موقته پریکړه ده.

دغه جپګوړي طالب چارواکي زیاته کړه:" تر اوه نیوي اته نیوي پورې علمای کرام په دې نظر دي چې د ښځو تعلیم باید آزاد شي."

دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو دغه جګپوړی غړی د تعلیم په فرضیت ټینګار کوي، نوموړي تر دې مخکې هم په بیلابیلو محفلونو کې ویلي، یو ملت هغه مهال وده کولی شي چې تعلیم پکې وده وکړي.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حفني څه وخت مخکې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډه کې وویل، تعلیم یو مباح عمل دی.

حنفي وویل:" هر چیرته چې ولاړ شئ د تعلیم په اړه ډیرې خبري کیږي. تعلیم یو مباح عمل دی او دا یوه علمي موضوع ده. عالي جنابانو، دنیوي تعلیم "غیر دیني" مباح دی. کله چې د مباح او امیر ترمنځ تعرض رامنځ ته شي، د امیر حکم واجب دی."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو عمده دلایل دي.

سره لدې چې طالبان د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بولي او وایي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی خو د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون نړیوالې ادارو او نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کړنه غندلې.