شاته

پاکستان: د پارلیمان غړو ملک ته د ورپېښو چېلنجونو د مخنيوي دپاره د ګډې ناستې غږ کړی

د پاکستان د پارلیمان غړو ویلي ملک چې د اقتصادي، سياسي، او اييني مشکلاتو سره مخ دی، د دې بحران څخه ويستلو دپاره په حکومت کې او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند له پکار ده چې خپل اختلافات د خبرو د لارې ختم کړي او مقابله دې په سیاسي مېدان کې وکړي.

د پارلیمان په ګډه غونډه چې د شورو، چهارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجا پرويز اشرف په مشرۍ کې شوې، د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو پکې ګډون نه دی کړی او بايکاټ یې کړی وو.

غونډې ته په وينا کې د داخله چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله وويل د ټاکنو ځنډېدل څه نوې خبره نه ده او پاکستان کې پخوا هم ټاکنې ځنډېدلي دي.

نوموړي ويلي، " ايا د دې وړاندې چرې ټاکنې د 90 ورځو نه وروستو نه دي شوي".

هغه ويلي په کال 2008 مې کې ټاکنې د پينځو نه شپږو مياشتو پورې ځنډول شوې وې او هم دغه شان د پخوانۍ وزير اعظمې بېنظير بهټو د وژنې وروسته هم عمومي ټاکنې ځنډول شوې وې.

رانا تنا الله وويل چې په ايين کې په 90 ورځو کې د ټاکنو کولو ويل شوي نو ايا د بې طرفه او رڼو ټاکنو پابندي نه ده؟

نوموړى وويل حکومت د ټاکنو نه تښتېدل نه غواړي، او غواړي چې د اسمبليانو ټاکنې دې په يو ځای رڼې او بې طرفه وشي.

د کورنيو چارو وزير چيف جسټس ته په مخاطب کولو سره وويل " مونږ په اييني کې ستاسو اختيارات منو،_خو ايا دا زمه واري صرف د پارلیمان او د سياسي ګوندونو ده چې ټاکنې دې بې پلوه او رڼې وشي او ايا مونږ خپل نظر د ستاسو په وړاندې ايښودل غېر اييني او غېر قانونه عمل دی.

د جيف جسټس هغه بيان ته په ځواب کې که چري د ټول ټاکنو د ودرولو هڅه وشوه نو مونږ به مداخلت کوو، رانا ثنا الله وويل ' دا رقم کار' به په هيواد کې اړی ګړی جوړ کړي او ايا په دې باندي تاسو غور او فکر نشئ کولی.

نوموړي وويل دا وخت چې هيواد کى کوم سياسي، انتظامي او عدالتي بحران دی، دا بحران نه بلکې پېدا کړی شوی دی، هغه تور ولګوو چې د دې زمه واري يو تن دی او حالات خراب نه دي خو د خرابولو هڅه یې روانه ده.

د پارليمان ګډې غونډې ته سېنېټر طاهر بزنجو وويل په ملک کې د 1973 ايين د اصل روح لاندې ونه کارولی شو ځکه هېواد ننن په سياسي او اقتصادي مېدان کې په شا لاړو، او جمهوريت هم مرګي حال دی.

نوموړي زياته کړه چې مطبوعاتو کې راغلي چې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په دې صلاح شوی که چري څه ټول ګونديز غونډه کيږى نو دی به پکې ګډون کوي.

بزنجو وويل ،" زه ګڼم چې اوس د حکومت زمه واري زياته جوړيږي وزيراعظم دې زړه لوی کړي او ټول ګونديزه غونډه دې را وبلي، او عمران خان ته دې بلنه ورکړي".

غونډې ته په وينا کې د عوامي نيشنل ګوند سېنېټر هدايت الله خان وويل چې د ترهګرۍ او توندروۍ مخنيوى لپاره د ترهګرۍ ضد ملي تګ لاره [نېشنل اېکشن پلان] دې په بشپړ ډول عملي کړی شي او د هر ډول ترهګرۍ دې غندنه وشي.

وروسته د پارلیمان ګډه غونډه د مارچ 27 مې پورې ځنډول شوې ده.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن په پنجاب صوبه کې کېدونکې ټاکنې ځندولي دي، وړاندې په پنجاب کې په 30م اپرېل د ټاکنو ويل شوي وو خو اوس دغه نېټه د اکتوبر مياشتې ته اړول شوې ده.

د کمېشن په اعلاميه کي ويل شوي چې دش مهال د يو پولنګ سټيشن لپاره صرف يو امنيتي چارواکی موجود دی او د پوليس چارواکو په غټه کچه د کمي او د دفاع وزارت لخوا ورته د پوځ د ټاکنو زمه وارو لپاره نه پرځای کولو د ځواب وروسته دوى د ټاکنو ځنډولو پريکړه کړې ده.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د الېکشن کمېشن دغه پريکړه رد کړې ده او ويلي یې دي الېکشن کمېشن د ايين سرغړونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00