شاته

پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله د پنجاب اسمبلۍ ټاکنې وځنډول شوې

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون نن پنجشنبه مارچ ۲۳ (وري درېیمه) د پنجاب ایالت د اسمبلۍ انتخابات وځنډول.

د کمېسیون په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په پنجاب کې امنیتي حالت ښه نه دی او حکومت هم د انتخاباتو د امنیت لپاره ځواکونه نه ورکوي، نو ځکه یې د دغو ټاکنو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

د انتخاباتو د نېټې د ځنډولو یو بل علت اقتصادي ستونزې بلل شوي چې د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون په وینا د پاکستان د خزانې وزارت هم د دغو ټاکنو لپاره پېسې نه ورکوي.

کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغو دلایلو ته په کتو په خپل وخت سره د پنجاب د اسمبلۍ ټاکنې شونې نه وې.

د امریکا غږ د ډیوې د راپور په اساس ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د اپریل په ۳۰ نېټه ترسره شي خو څه باندې پنځه میاشتې وځنډول شول او د نوي مهالوېش په اساس به د روان کال د اکتوبر په اتمه نېټه کېږي.

د کمېسیون په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د اکتوبر په اتمه نېټه به په پنجاب کې امنیتي حالت څنګه وي او دا چې د پاکستان د خزانې وزارت به د ټاکنو لپاره پېسې ورکوي که نه.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ټاکنو کمېسون دا پرېکړه غندلې او هغه یې د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف پرېکړه بللې ده.

عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د دې پرېکړې منل د قانون ختمېدو ته د غاړې اېښودلو په مانا دي. هغه له خلکو غوښتي دي چې په پاکستان کې د قانون د حفاظت لپاره ودرېږي.

د پنجاب ایالتي‌ اسمبلۍ د جنورۍ په ۱۴ نېټه او د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ دهمدغې میاشتې په ۱۸ نېټه ړنګې شوې. دلته تحریک انصاف ګوند اکثریت و. عمران خان ویلي دي چې دا اسمبلۍ یې د دې لپاره ړنګې کړې چې په خپل وخت په کې شفافې ټاکنې وشي.

په پاکستان کې محکمې وړاندیز کړی و چې د قانون په اساس د اسمبلیو له ړنګولو وروسته د پاکستان له ولسمشر سره په مشورې په دریو میاشتو کې باید نوي‌ انتخابات وشي.

په پاکستان کې سیاسي جنجالونه له هغه وروسته پیل شول چې سیاسي ایتلاف عمران خان د صدارت له څوکۍ څخه لېرې کړ او په ځای یې شهباز شریف د پاکستان صدراعظم وټاکل شو.

عمران خان سیاسي ګوندونه تورنوي چې د امریکا په مرسته یې هغه سلب صلاحیت کړ، خو د خپلې دغې ادعا لپاره کوم کره شواهد نه وړاندې کوي. پاکستاني سیاسي ګوندونو او امریکايي مقاماتو دا تورونه رد کړي.

سیاسي ګوندونه په عمران خان تور لګوي چې د پاکستان اقتصاد یې خراب کړ او په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی. عمران خان له وخت څخه مخکې انتخاباتو لپاره لویې مظاهرې هم کړې دي.

په عمران خان باندې تور دی چې د رسمي ډالیو له خزانې څخه یې ځینې ډالۍ ځان ته اخیستې او یا یې خرڅې کړې او بیا یې د ګټې وټې په اړه بېرته راپور نه دی ورکړی.

هغه د ځان د سپينولو لپاره د پاکستان محاکمو ته هم حاضر شوی نه دی او له همدې کبله پاکستاني پولیسو د هغه د نیولو هڅې وکړې، خو د عمران خان پلویانو یې مخه ونیوله.