شاته

پاکستان،افغانستان او د نړۍ زیاترو هیوادونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې،نن وړومبۍ روژه ده

پاکستان،افغانستان سعودي عرب اؤ دمنځني ختیځ په زیاتره هیوادونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې ده اؤ نن د زیارت په ورځ پکې وړومبۍ روژه ده خو په بنګله دیش اؤ هند کې بیا د میاشتې نه لیدل کیدو له امله د جمعې په ورځ د وړومبۍ روژې اعلان شوی دی.

په پاکستان کې دمیاشت لیدنې د مرکزي دولتي کمیټې غونډه دچهارشنبې په ماښام پېښور کې ددغه کمیټې دمشر مولانا عبدالخیبر ازاد په مشرۍ کې شوې چې دشپې ناوخته یې د میاشت لیدنې اعلان وکړو.

مولانا عبدالخیبر وویل کمیټې ته ته دمردان،صوابۍ،قلعه سیف الله،رحیم یار خان،بهاولپور اؤ دهیواد دنورو برخو نه دمیاشت لیدنې شهادتونه رارسیدلي اؤ د زیارت په ورځ وړومبۍ روژه ده.

دمرکزي رویت هلال کیمټې ترڅنګ دمیاشت لیدنې دغیر دولتي کمیټې غونډه هم دپېښور په قاسم علي خان جومات کې شوې ده اؤ نن د زیارت په ورځ یې د وړومبۍ روژې اعلان کړی دی.

د دولتي اؤ غیر دولتي کمیټیو لخوا په یو وخت دمیاشتې د لیدنې داعلان له امله سږکال په ټول پاکستان کې په یوه ورځ روژه راغلې ده .

تر دې وړاندې به عموماً د روژې اؤ اختر د میاشتو دلیدنې پسر داختلافونو له امله روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیدو.

په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو دمرکزي رویت هلال کمیټې دمشر مولانا عبدالخیبر ازاد ستاینه کړې ده چې دمیاشت لیدنې شهادتونو ته یې تر پینځوؤ ساعتو اوږد انتظار کړی اؤ په خلاصه سینه یې دمیاشت لیدنې شرعي شهادتونه قبول کړي دي.

تر دې وړاندې دپاکستان د مرکزي رویت هلال کمیټې په پخواني مشر مفتي مفتي منیب الرحمان نیوکې کیدلې چې د روژې اؤ اختر دمیاشتو په لیدنو کې دپښتنو شهادتونه نه قبلوي خو مفتي منیب دغه نیوکې ردولې اؤ دریځ یې لرلو چې یوازې دقوي شهادتونو په اساس د میاشت لیدنې اعلان کوي.

د روژې په اړه د امریکا د ولسمشر پیغام:

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو ټویټ کې مسلمانانو ته د روژې په مناسبت مبارکي ورکړې.

ښاغلي بایډن په ټویټر باندې لیکلي، : "جېل او زه مسلمانو ټولنو ته دلته د هېواد دننه او په ټوله نړۍ کې د یوې برکتي او نیکمرغې میاشتې هیله لرم. رمضان الکریم."

د روژې د میاشتې په رارسیدو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هم امریکایي مسلمانانو لپاره خپل پیغام کې هیله ښکاره کړې ده چې د روژې دا مقدسه میاشت به د ټولو لپاره له امن ډکه وي.

هغه ویلي "دلته امریکه اؤ بیرون له هیواده دمسلمانانو لپاره رمضان ددعا،غور اؤ فکر یوه مقدسه موده ده چې دکورنیو اؤ ټولنې سره په ګډه تېرول کیږي اؤ دکم حیثیت خلکو سره هم دې میاشت کې په پراخه سینه مرستې اؤ همدردۍ کولی شي "

د ښاغلي بلنکن په پیغام کې ویل شوي "همدا وخت دی چې مونږ د غربت نه د اغېزمنو، د ظلم وستم، شخړو اؤ قدرتي افتونو سره د مخ خلکو په مرستې کولو خپله اجتماعي ذمه واري پوره کړو اؤ د ټولې دنیا مسلمانان به هم دې میاشت کې دخپلو ټولنو خدمت کوي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00