شاته

وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز: د نيول شوې بلوڅ ښځې نه د ځانمرګي او بي اېل اېف سره د تړاو بيان په زوره اخېستل شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې پوليسو د يوې نيول شوې ځانمرګې ښځې ماهل بلوڅ يو ويډيوبيان د مطبوعاتو سره شریک کړی چې دغه مېرمن په کې له بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيم سره د تعلق لرلو خبره کوي خو د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوو نکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز دغه بيان ته په زوره اخستل شوی بيان ويلي او دعوه یې کړې سي ټي ډي دغه کار د لا درکه بلوڅانو د مبارزې کمزورې کولو په موخه کړی دی.

د وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز تنظيم چيرمېن نصرالله بلوچ د سي ټي ډي تورونه ردوي او د سي ټي ډي له لخوا د ماهل بلوڅ نیول جبري ګرفتاري بللې ده.

د ترهګرۍ ضد پوليس ادارې سي ټي ډي له لوري د مطبوعاتو سره په شريکه کړی شوي ويډيوي بیان کې يوه ښځه چې په اردو ژبه خبرې کوي ځان د ماهل بلوڅ په نوم معارفي کوي او زياتوي چې هغه د خپل مېړه او بېلتون غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظيم بي ايل ايف له لوري دوکه کړی شوې او د ترهګرۍ لاره يې خپله کړې ده.

ماهل بلوڅ په خپل بيان کې ويلي، "زما واده په 2014 کې زما د مور په خوښه شوی، له واده درې مياشتې پس مې پر مېړه شک پېدا شو ځکه چې له هغه سره ټوپک وو، او د هغه د ملګرو سره هم وسله وه، درې میاشتي پس مې له خاوند څخه و پوښتل چې لتا سره توپک ولې دی؟ ته څه کار کوې، خاوند راته وویل چې زه له بي ایل ایف سره کار کوم، زما خاوند زما فکر را جوړ کړ، هغه به هر وخت د آزادۍ او جنګ خبرې کولې، په 2019 کې مې پر فیسبک یو پوسټ وکړ، د خاوند ملګرې مې په فيسبک کې پېغام را ولېږه او راته وويل چې ستا ډېر ښه فکر دی، هغه راته وویل چې ته د بي ایل ایف لپاره کار وکړه، ما انکار ورته وکړی، په 2022 کې مې بیا یو بل پوسټ کړی وو، د هغه کس بيا پېغام راغلی او راته وویل چې ستا او ستا د خاوند فکر یو ډول دی ، خو خاوند مې له مخکې ذهن را جوړ کړی وو نو ما ورته وویل چې سمه ده زه د بي ایل ایف لپاره کار کوم".

نصرالله بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل، تر دې وړاندې هم د سي ټي ډي عمليات او کاروايانې شکمنې دي، او دا هم د هغو پېښو يوه کړۍ ده.

هغه زیاته کړه، "دا یو مشکوک عمل دی، لکه څنګه چې د ماهل کورنۍ هم ویلي وو چې هغه يې له خپله کوره ګرفتاره کړې او بيا يې زمونږ له خبري کانفرنس يوه ګهنټه پس د هغې په باب پوليسو بيان ورکړ چې ځانمرګې ترهګره يې نيولې ده ، لومړی پوليسو دعوه کړې وه چې، دا ځانمرګی بريد کونکې وه بیا په اوسني ويډيو اعترافي بیان کې ورکړل شوي چې ځان مرګې جېکټ ماهل ته بل چا ورکړی وو چې بل بيا به يې هغه کوم بل چا ته حواله کوي، نو دا بيانونه خپله لوی تضاد لري او سړی شک ته اچوي، نو مونږ دا وایو چې پر ماهل باندې لګول شوي الزامونه بې بنیاده دي، پر هغې ذهني فشار اچول شوی، مونږ له سپرېم کورټ څخه خواست کوو چې د دې کېس دې سوموټو نوټس واخلي او تحقيقات دې وکړي، په داسې نيولو او بيانونو د خلکو نفرتونه او غصه نوره زياتېږي".

ماهل په ويډيو کې زیاتوي چې هغوی ته د بلوڅ بېلتون غوښتنوکې ډلې بي ايل ايف د شربت خان په نوم یو تن پېغام لېږلی وو چې يو ګاډي والا به هغې ته یو ځانمرګی جېکټ ورکړي.

" بيا د ګاډي والا په کوټه کې ځانمرګی جېکټ راکړ، ما راواخيستی، شربت خان میسج راته کړی وو چې دا ځانمرګي جېکټ له ځان سره وساته، نور بيا مونږ به درته ووایو چې پر مخ څه کول دي".

د دې ويډو له خپرېدو سره سم د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان وزير اعلا سلاکار بابر یوسفزي او د سي تي ډي پوليسو ډي ايي جي اعتزاز ګورایه له لوري په خپاره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د ماهل بلوڅ له بيان څخه په ډاکه شوه چې"څنګه دښمن عام وګړي په ترهګريزو پېښو کې استعمالوي او بیا د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر څه ډول سړکونه بندوي او احتجاجونه کوي".

د روان کال د فرورۍ پر 17مه د سي ټي ډي پوليسو د کوټې په سېټلایټ ټاون سیمه کې د يو ښځينه ځانمرګې ترهګرې د نيولو او د ترهګرۍ د پلان شنډولو دعوه کرې وه. پوليسو د نيول شوې ښځينه شناخت د ماهل په نامه ښکاره کړی وو.

د ماهل بلوڅ له ګرفتارۍ وروسته وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز له لوري په کوټه او کراچۍ او ځينې نورو سيمو کې هم د ماهل بلوڅ د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي وو او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې وه.

د احتجاجونو پس د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو له ډیوه ته سره په خبرو کې ويلي دوی نه غواړي یو وارې بیا د آرمي پبلک سکول پشاور، د اتم اګست 2016 د کوټې وکېلانو د مرګونې پېښې په شان يوه بله لويه پېښه رامنځته شي او یا هم پر عسکري او لوړ پوړو چارواکو کوم قسم خونړۍ برید وشي، او د داسې بريدونو مخه نيول د حکومت ذمه واري ده.

هغه ویلي وو "په ټولنه کې د ښځو نيول بد کار بلل کيږي خو دلته مونږ وليدل چې تر دې وړاندې په کراچۍ کې هم بلوڅ ښځينه ځانمرګې بريد وکړ او لوی تاوان يې جوړ کړ، اوس چې کومه ښځه نيول شوې له هغې سره ځانمرګی جیکټ نیول شوی دی، هغې ته مو ټول قانوني حق ورکړی، عدالت ته مو وړاندي کړې ده، قانون د نر او ښځې دواړو لپاره برابر دی، که د کوم چا اعتراض وي هغه دې عدالت له ولاړ شي او هغه (ماهل) دې بې ګناه ثابته کړي او کوم چا چې دا عمل کړی هغه دې له عدالت څخه سزا کړي".

تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو.

د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

د ياد برید وروسته چين د پاکستان نه د خپلو وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې او وروسته رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی وو چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ورته ویلي چې په ياد بريد کې ککړ مشکوک تن یې د چينايي ادارو په مرسته نيولی وو.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبریال فضل عزيز شريک کړي دي]

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00