شاته

اوکرایني چارواکي وايي د روس ډورن حملې په کییف سیمه کې درې تنه وژلي

د اوکراین چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کییف سیمه کې پرون شپه د روس ډرون حملې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي.

د ریاست د بېړني حالاتو ادارې وویل په ډرون حمله کې د اوکراین د سرښار کییف نه 60 کلوميټره په جنوب کې د زدکړې یو مرکز په هدف شوی دی چې له امله يې د طالب علمانو د اوسېدو دوه ودانیو او د تعلیم یوې ودانۍ ته نقصان رسېدلی دی.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د روس په حمله کې د ایران 20 خونړي ډرون، مزایلې او په مختلفو وختونو شېلېنګ شامل و.

زېلېنسکي وویل هر وخت چې په ماسکو څوک د امن ټکی واوري نو د داسې ډول "مجرمانه حملو" امر ورکړی شي.

هغه وویل د اوکرایني ځواکونو کامیابي امن رانژدې کوي. هغه په نړیواله ټولنه د اتحاد او په روس په لګلو شویو پابندیو د عملدارۍ غوښتنه وکړه.

د روس صدر ولادیمير پوټن د نهې، سه شنبې، په ورځ په ماسکو کې د چین صدر شي جېن پېنګ د هرکلي په وخت په اوکراین کې امن دپاره د چین د مجوزه منصوبې هرکلی وکړو. پوټن دا خبره تکرار کړه چې اوکراین او مغربي اتحادیان یې په امن مذاکراتو کې دلچسپي نه لري.

زېلېنسکي وايي د سولې خبرې هله کېدلی شي چې روس د اوکرایني علاقو نه خپل ځواکونه وباسي.

زېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د جاپان وزیر اعظم فومو کېشيدا په کییف کې مېلمستیا وکړه. کېشېدا ورستي نړیوال مشر دی چې د روس سره جنګ کې ښکیل اوکراین سره يې د ملاتړ څرګندونه وکړه.

کېشېدا د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټوېټر دلارې وویل چې د جي سېون تنظیم د مشر په حېث يې اوکراین ته دوره وکړه چې حالات په خپلو سترګو وویني. هغه وویل د اوکراین د صدر سره يې ژور بحث وکړو او دا ژمنه یې تکرار کړه چې د قانون په بنیاد به د نړیوال نظم د برقرار ساتلو کوښښونه کوي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د مارچ د میاشت 22 نېټه د اوبو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00