شاته

د خوراک نړیواله اداره: کېدای شي سږ کال د افغانستان ځینې برخې له کاختۍ سره مخ شي

واشنګټن ــــ د خوراک نړیواله اداره وایي د ډونر یا بسپنه ورکوونکو هېوادونو د مرستو کمېدل کېدای شي سږ کال د افغانستان ځینې برخې له کاختۍ سره مخ کړي او تر نهو میلینه پورې افغانان به د خوراکي توکو له مرستو بې برخې پاته شي.

د ډبلیو اېف پي دفتر وایي دوی د مارچ او اپریل میاشتو لپاره د 93 میلین ډالرو له کمښت سره مخ دي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره 800 میلینه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوراک نړیوالې ادارې پر خپله ویبپاڼه د مارچ پر 20مه په خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې د فنډ د کمښت له کبله یې د څلور میلینه افغانانو لپاره راشن کم کړی او د هغوی له اړتیا سره سم 50 فیصده خوراکي مواد به ورکول کېږي.

په افغانستان کې د خوراک د نړیوالې ادارې مشره شا وې لي وایي، که په راتلونکو اوونیو کې د فنډ لپاره ورسره شوې ژمنې پوره نه شوې نو د دې هېواد نور نهه میلینه خلک به راتلونکې میاشت هیڅ ډول خوراکي مرستې تر لاسه نه کړای شي:

"په دې میاشت کې به څلور میلینه خلک یو څه مرستې ترلاسه کړي خو په اپرېل کې به نهه میلینه خلک هیڅ ډول مرستې تر لاسه ن کړي. شپږ میلینه خلک کاختۍ ته نیژدې شوي دي، موږ دومره وسایل نه لرو چې د دغو شپږو میلینه خلکو خدمت وکړو".

رویټرز وایي په 2021م کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او بهرنیو حکومتونو لا خپل پرمختیایي فنډونه نه وو کم کړي او بندیزونه نه وو لګېدلي د بشردوستانه مرستو لوی پېکیج هغه مهال د پراخې کاختۍ په مخنیوي کې مرسته وکړه، خو وایي اوس دا وېره بیا په زیاتېدو ده.

د خوراک د نړیوالې ادارې تر دې خبرداري مخکې نړیوالو چارواکو هم خبرداری ورکړی وو چې په نړۍ کې زیاتېدونکی بیړنی حالت او له چېلنجونو سره مخ اقتصادي حالت پر ښځو د طالبانو له بندیزونو سره یو ځای کولای شي ډونران له افغانستان سره له مرستو پر شا کړي.

د ډبلیو اېف پي مشره شا وې لي وایي د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه یو "ویجاړونکی ګوزار" دی چې په تېره دسمبر میاشت کې یې په غیرسرکاري ادارو کې افغان مېرمنې له کاره منع کړې:

"د خوراکي توکو مرستې په داسې وخت کمېږي، چې افغانان له یو بل یخ ژمي را وتلي او یو په بل پسې بحرانونو ستړي کړي دي. که بشردوستانه مرستې دوام ونه کړي، په لکونو نور افغانان به د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري".

33 کلن خیرمحمد اووه کاله مخکې په هلمند کې د ماین په چاودنه کې پښه بایللې وه او یو له هغو کورنیو څخه دی چې مرستو ته سخته اړتیا لري. خیر محمد رویټرز ته ویلي چې د نړیوالو خوراکي مرستو کموالی به کاختي جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د مالي ریکار له مخې، ډبلیو اېف پي تېر کال د افغانستان لپاره له لسګونو حکومتونو او ادارو شاوخوا 1.7 ارب ډالر تر لاسه کړي وو، چې زیاته برخه یې امریکې، برتانیې او جرمني ورکړې وه، خو دا نه ده معلومه چې سږ کال کوم هېوادونه یا ادارې مرستې کموي.

ځانګړې ویډیوګانې

د مارچ د میاشت 22 نېټه د اوبو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00