شاته

"کوچيان د پوليو وايرس وړونکي دي، ماشومان يې باید خامخا وېکسين شي"

کوټه ــــ په پاکستان کې د موسم له بدلېدو سره سم د پنجاب صوبې له ميداني سيمو د افغانستان سرحدي سيمو ته د بلوچستان د موساخېل، شېراني، ږوب او قلعه سيف الله له لارې د کوچيانو راتګ پيل شي، چې د غرونو رغونو پر بېلابېلو لارو پياده مزل کوي.

په ږوب کې د ماشومانو د ناروغيو مختصص ډاکټر نعمت الله مندوخېل وايي، کوچيان د پوليو وايرس تر ټولو زيات وړونکي خلک دي.

د ډاکټر نعمت الله مندوخېل په وینا په افغانستان کې ممکن داسې سيمې وي، چې ماشومان د پوليو ضد نه وي وېکسين شوي، ځکه نو د کوچي ماشومانو د پوليو پر ضد وېکسين کول ډېر مهم دي:

"کوچي ماشومان د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته وړونکي يا وايرس کېرير بلل کېږي ځکه نو د نورو سيمو ماشومان په وايرس اخته کولای شي".

کوچيان د بلوچستان له لارې په کال کې دوه واره د موسم له بدلېدو سره په پسرلي کې او د ژمي په را رسېدو د پنجاب او افغانستان ترمنځ سفر کوي او پر مختلفو سيمو تېرېږي.

په کوټه کې د پولیو نېشنل سټاف افسر ډاکټر افتاب کاکړ بيا وايي، چې په بلوچستان کې د افغان سرحدي سيمو پر لارو د ماشومانو د وېکسين کولو تر څنګ له سیند او پښتونخوا سره د بلوچستان پر غزېدلو ټولو لارو هم ماشومان وېکسين کېږي:

"د بلوچستان پر ټولو لويو لارو او له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوليو ويکسين ځانګړي مرکزونه يا ټرانزټ پواينټس جوړ شوي، چېري چې د پوليو ټيمونه پياده او په ټرانسپورټ کې تلونکي ماشومان د تګ راتګ پرمهال ويکسين کوي".

په بلوچستان کې که څه هم له تېرکال راهيسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، خو په پښتونخوا کې د روان کال لومړی ماشوم په ګوزڼ اخته شوی، ځکه نو د غبرګو صوبو تر منځ پر غزېدلو لارو د ويکسين کار هم زيات شوی دی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د مارچ د میاشت 22 نېټه د اوبو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00