شاته

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د طالبانو هغه پرېکړه خواشینوونکې بللې چې، یو وار بیا یې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه‌ده ورکړې.

یونېسف پرون له نیویارک نه په یوه اعلامیه کې بیا د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي.

د یونېسف په وینا، د طالبانو دا ناروا پرېکړه د دې سبب شوې، چې څه باندې د یو ملیون نجونو خوبونه په اوبو لاهو شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له حضور پرته پیل شو.

"له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځي خلاص کړي

دې پرېکړې ګڼې نجونې نهیلې کړې دي.

د دوولسم ټولګې زده کوونکې مدینې ازادي راډیو ته وویل: "له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځي خلاص کړي. موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو. بشري حقوق لرو. کالي او حجاب مو اسلامي دي. له دې سره مو راتلونکی خرابېږي او ضایع کېږي."

یونېسف وايي، په افغانستان کې نجونې څه باندې درې کاله کېږي، چې له تعلیم بې‌برخې دي، چې لومړی د کرونا وبا له کبله او نږدې دوه کاله نور د طالبانو د بندیزونو له کبله.

ارشيف
ارشيف

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده‌کړو هم منع کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یو وار بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي.

یوناما پرون سه‌شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دوی پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسیو په شا شي.

یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، دا دویم کال دی چې افغان نجونې د زده‌کړې له اساسي حق بې‌برخې کېږي.

دغې ادارې لیکلي، دا اقدام د ملیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي، دغه راز افغانستان له نورې بې‌وزلۍ او زیانونو سره مخامخوي.

نجونو څو څو ځل د تعليم، تحصيل او کار د حق غوښتلو لپاره لاريونونه کړي.
نجونو څو څو ځل د تعليم، تحصيل او کار د حق غوښتلو لپاره لاريونونه کړي.

ځینو نورو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو تازه پرېکړه غندلې خو د دې ډلې په وړاندې یې د کوم جدي اقدام خبره نه‌ده کړې.

پر طالبانو چې په کابینه کې یې یوه ښځه هم نه‌شته، تور لګول شوی چې د ښځو او نجونو ضد پالیسي لري.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو چارو وزارت په امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې د مارچ د اتمې په درشل کې د طالبانو پر دوو چارواکو: د لوړو زده‌کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول، چې دوی ته د ویزو ورکړه منع کېږي او په دې ټولنه کې یې شتمنۍ کنګل کېږي.

اړوند مطالب