شاته

عايشه خرم: نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زده‌کړو بې‌برخې دي.

نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زده‌کړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي.

په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي

د پيغام په یوه برخه کې راغلي: "نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي، دا زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق دی. په هر حال د ټکنالوجۍ د پرمختګونو په دې عصر کې هیڅ پلمه نه‌شته چې په افغانستان کې ښځو او نجونو سره شوې بې عدالتۍ ته رسیدګي ونه‌شي. زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې سره یوموټی او په نوښتي حل لارو پانګونه وکړي چې ځوانو ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، ځکه د تعلیم ناورین بېړنی دی."

عایشه خرم د جزیاتو له ورکولو پرته وايي، دې په خپل نوښت سره یو شمېر افغان نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه برابره کړې ده.

ارشيف
ارشيف

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د مارچ ۱۵مه د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۹ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانيستو څرک نه لګیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې يې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې.

که څه هم ځینو طالب چارواکو ویل چې، د نوي تعلیم کال له پیل سره به د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيستل شي، خو شاوخوا اوونۍ وشوه چې سړو سیمو کې تعلیمي کال یوازې د هلکانو لپاره پيل شوی دی.

تر دې وړاندې د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم په وار وار له نړیوالو غوښتنه کړې چې له طالبانو د دوی حقونه وغواړي، خو په ظاهره نړیوالو ادارو هم له اندېښنو څرګندولو پرته نور خاص څه نه‌دي کړي.

نجونو او مېرمنو د تعليم، تحصيل او کار د حقونو ترلاسه کولو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.
نجونو او مېرمنو د تعليم، تحصيل او کار د حقونو ترلاسه کولو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.

د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې د طالبانو د حکومت پر دوو چاروکو، د لوړو زده‌کړو او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه ولګول او وروسته برېتانیا هم د ورته بندیز خبر ورکړ.

په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ( Penny Wong ) د افغان ښځو او نجونو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د نوموړې دغه څرګندونې د استرالیا یوې انلاین ورځپاڼې مندرین (mandarin) را اخیستي دي.

مېرمن وانګ ویلي، که چېرته د ښځو د حقونو په برخه کې شته بندیزونه له منځه ولاړ نه‌شي، په راتلونکې کې به یې د ناوړه عواقبو اغیز هر افغان حس کړي.

طالبان که څه هم د نړیوالو هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې د نجونو او ښځو وضعیت ته یې څرګندوي، خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې د طالبانو دا دریځ پر واقعیتونو سترګې پټول بولي.

یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د یوه ځپونکي هېواد په توګه پاتې دی.

مېرمن اتونبایوا ویلي، دوی د دغو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره ډیالوګ او خبرې د حل لاره بولي او په خبره یې د یوناما د ماموریت د دوام یو هدف د همدغو ستونزو هواری دی.

اړوند مطالب