شاته

سيف ده چلډرن: که د نجونو پر زده‌کړو بنديز ليرې نه‌شي د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زياته شي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي.

سیف ده چلډرن په خپله وېبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کونکو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ټولګيو ته لاړې شي.

ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي.

د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواک څخه بهر پاتې شي، چې دا به د هېواد د راتلونکې لپاره ناوړه پایلې ولري.

سیف ده چلډرن ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې ملیونه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې، په متوسطه ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، د تعليم له حق څخه محرومې شوې دي.

سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي.

انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

۱۶ کلنه عایشه چې د سیف ده چلډرن په مرسته یې د افغانستان په مرکزي برخه کې په یوه کورني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې، دغه بندیز ډېره ناهیلې کړې ده.

"زموږ لپاره تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې هیڅ څه هم نه‌دي.

دا وایي: "زموږ لپاره تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې هیڅ څه هم نه‌دي. موږ غواړو لوړې زده کړې وکړو، ځکه پر دغو زده‌کړو نه کارپیدا کولای شو او نه هم پرې پوهنتوني زده‌کړې کولای شو."

عایشه وایي، هیله یې دا ده چې ټولې نجونې هم د ښوونځي او هم پوهنتوني زده‌کړو ته پرېښودل شي.

په افغانستان کې د سیف ده چلډرن اجرایوي رئیس اولیور فرانچي وویل، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده‌کړو منع کړي دي، خو بیا هم نجونې د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي او پوهېږي چې د بریا تر ټولو ښه لار ښوونځي ته تګ دی.

د نجونو يو ښوونځی
د نجونو يو ښوونځی

هغه زیاته کړه، که د نجونو زده‌کړې په نیمایي کې پرې شي، په کم‌عمر د ودونو، تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او نورو خطرونو سره به مخامخ شي.

ښاغلی فرانچي وایي، هره ورځ چې نجونې له ښوونځي پاتې کېږي، یوه ورځ ضایع کېږي، هغه هم نه یوازې د دوی لپاره بلکې د ټولنې لپاره چې متخصصو ډاکټرانو او ښوونکو ته سخته اړتیا لري.

نوموړی وايي، دا یوه ورځ په اوږده مهال کې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم یوه ضایعه ده.

هغه ټینګار وکړ چې نجونې باید د ښوونځیو له بیا پرانيستل کېدو سره د زده‌کړې له بهیره بهر پاتې نه‌شي او موږ پر طالبانو غږ کوو چې نجونو ته اجازه ورکړئ چې له ځنډ پرته بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې د ادارې د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم تر اوسه چې څه کم یوه اوونۍ وروسته به نوی تعلیمي کال پیلیږي، څرګندې نښې ښودلي چې ایا ټولې نجونې به پرېږدې چې بېرته خپلې زده کړې پیل کړي که نه.

د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو ویلي، د نجونو د زده‌کړو ضد نه‌دي او پر هغوی لګول شوی بندیز تر امرثاني پورې دی، خو د امرثاني خبره تر اوسه اتلس میاشتو ته غځېدلې او د طالبانو دریځ نه‌دی بدل شوی.

اړوند مطالب