شاته

سيګار: طالبانو افغان مېرمنې پر کورني حبس محکومې کړي دي

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې، په بشپړ ډول د ښځو حذفولو ته ملا تړلې ده.

په هرات ولایت کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې فرشته عظیمي وايي، د طالبانو د حکومت د ښځو ضد فرمانونو د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړې وايي: "تر دې دمه دوی شاوخوا ۳۰ د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي، چې ټول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، د بېلګې په توګه له ښځو څخه یې د کار، تعلیم ، سفر او نور ډېر اساسي حقونه اخیستلي دي."

"تر دې دمه دوی شاوخوا ۳۰ د ښځو ضد فرمانونه صادر کړي،

په همدې حال کې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا څار ادارې (سیګار) ویلي، د طالبانو په فرمانونو سره ښځې له ټولنیز ژوند حذف شوې دي او له کوره د وتلو لپاره له سختو بندیزونو سره مخ دي.

د دغې ادارې مشر جان سپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸مخيز راپور کې ویلي، طالبانو افغان ښځې پر کورني حبس محکومې کړې دي.

د سیګار د دغه راپور په دوام کې راغلي چې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په‌کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو تعلیم او پوهنتون کې د دوی زده‌کړې غیرقانوني ګڼل شوي.

جان سپکو
جان سپکو

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د بندیزونو په لګولو سره اوس دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا امریکا کولی شي پرته له دې چې له طالبانو څخه ملاتړ وشي او هغو ته ګټه ورسیږي، له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي؟

سيګار ویلي، امريکا د ستر بشري مرستندويه هېواد په توګه د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره په اوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالره مرسته کوي، خو که څه هم دا مرستې بشري دي، ښايي په نا غوښتل شوي ډول په ملي او نړيواله کچه طالبانو ته مشروعيت ورکړي.

"پر طالبانو د امریکا یوازینی عکس العمل او فشار به دا وي، چې د اوونۍ څلویښت ملیونه ډالر چې اوس اتیا ملیونو ته رسېدلي قطع کړي

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې ټینګار کړی، امریکا باید په دې غور وکړي چې طالبانو تر ډېره حده ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي او د دوی دغه عمل د افغانستان اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله نظیفه احمدي شاهي د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو او د ښځو پر وړاندې د دوی د دریځ د بدلولو په موخه له افغانستان سره د امریکا د اوونیزو مرستو پر بندېدو ټینګار کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "پر طالبانو د امریکا یوازینی عکس العمل او فشار به دا وي، چې د اوونۍ څلویښت ملیونه ډالر چې اوس اتیا ملیونو ته رسېدلي قطع کړي، څو طالبان له اقتصادي فشار سره مخ شي او د ښځو د حقونو ټینګښت ته اړ شي، له دې پرته بدلون ناشونی دی."

سره له دې چې نوي ښوونيز کال پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو په اړه لا هم څه نه‌دي ويلي.
سره له دې چې نوي ښوونيز کال پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو په اړه لا هم څه نه‌دي ويلي.

سیګار په دغه راپور کې ویلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان او افغان کډوالو سره څه باندې اته میلیارده ډالره مرسته کړې، چې له دې څخه له دوه ملیاردو ډالرو زیاته برخه یې د پرمختیايي او بشري مرستو، درې اعشاریه پنځه ملیارده ډالره د افغانستان امانت صندق ته او دوه اعشاریه اووه ملیارده هم امریکا ته د افغانانو د تخلیې پروسې ته ځانګړې شوې دي.

خو د دغې ادارې په وینا دا نه‌ده څرګنده چې دا مرسته څومره اړمنو ته رسېدلې؟ او نه هم دا تضمین شته چې د دغو مرستو چمتو کول یا هم بندول به د طالبانو په چلند کې بدلون راولي که نه.

خو طالبانو تل د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه ادعاوې او انتقادونه رد کړي او ویلي یې دي چې، د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او نړیواله ټولنه باید د خپلو مرستو دوام له سیاسي مسایلو سره ونه تړلي.

د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو بندول، د دوی پر مخ د پوهنتونونو تړل، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګول، له شرعي محرم پرته ليرې واتڼ سفر نه کول، د حجاب اجباري کول، تفریحي پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تګ څخه د نجونو او ښځو راګرځول هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو باندي وضع کړي دي.

اړوند مطالب