شاته

د عاليه عزيزي او مرتضی بهبودي تري‌تم کېدل؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي

د ځینو هغو کسانو کورنۍ چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم کړي او هغوی چې تري‌تم دي، که چېرې د دوی په بند کې وي خوشې دې يې کړي.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې له څو ورځني زندان وروسته یوه ورځ مخکې د طالبانو له بنده ازاد شو وایي، اوس‌مهال له رواني پلوه په داسې وضعیت کې نه‌دی چې له رسنیو سره مفصلې خبرې وکړي.

اسماعیل مشعل د سلواغې په دیارلسمه نېټه نیول شوی و.

د نوموړي د دفتر مدیر په دغه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو "نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه وخت ونیوه چې خلکو ته یې کتابونه په وړیا ډول وېشل."

د استاد اسماعيل مشعل ترڅنګ، یو شمېر نور خبریالان، مدني فعالان، قضایي کارکونکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړی شته چې ځني هغه یې د طالبانو په بند کې دي او د ځینو نورو په اړه یې بیا هیڅ معلومات نه‌شته.

له دې ډلې یوه هم د هرات ولایت د ښځینه زندان پخوانۍ رئیسه، عالیه عزیزي ده چې، څه باندې اتلس میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت د بیاځلي واکمنۍ له لومړیو ورځو را په‌دې‌خوا تري تم ده.

"د طالبانو رژیم تر اوسه د عالیې عزیزي له کورنۍ سره هیڅ ډول همکاري نه‌ده کړې

د عالیې عزیزي ورور، نذیر عارفي تازه رسنیو ته په استول شوي غږیر پیغام کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د اغلې عزیزي د موندلو په برخه کې له دوی سره هیڅ ډول همکاري نه‌ده کړې.

نوموړي ويلي: "د طالبانو رژیم تر اوسه د عالیې عزیزي له کورنۍ سره هیڅ ډول همکاري نه‌ده کړې او له هر راز مسوولیته تېښته کوي. د عالیې عزیزي په ګډون، د سلګونه هغو ښځو کورنۍ چې له کوم جرم او ګناه پرته تري‌تم شوي، له نړیوالې ټولنې او حقوقي سازمانونو غواړي، چې د عالیې عزیزي او نورو هغو ښځو بازخواست وکړي چې د طالبانو په بند کې دي."

نوموړی د خپلې دې ادعا په اړه چې په سلګونه نورې ښځې هم تري‌تم شوي کوم سند نه وړاندې کوي.

خو رواداري سازمان، چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي په یو راپور کې چې، د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې په نیمايي کې یې خپور کړی و، ادعا کړې وه چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکي وګړي، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي.

دا راپور هغه مهال طالب ویاندویانو رد کړی و.

د افغاني الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن هم په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې مېړه یې له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

هغې لیکلي، چې د مرتضی تر خوشې کېدو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې هغه راخوشې کړي.

تر اوسه هیڅ امنیتي اداره دا نه تاییدوي چې مرتضی بهبودي په کوم اتهام بندي شوی

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول، ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته هم د مرتضی بهبودي د برخلیک په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

ښاغلي کريمي وويل: "څو ځلې موږ مراجعه کړې او د وضاحت غوښتنه مو کړې، خو متاسفانه تر اوسه هیڅ امنیتي اداره دا نه تاییدوي چې مرتضی بهبودي په کوم اتهام بندي شوی، خو داسې ویل کېږي چې ګواکې هغه له رسنیز فعالیت پرته د کوم بل تور په تړاو نیول شوی او برخلیک یې نه‌دی معلوم."

مرتضی بهبودي
مرتضی بهبودي

ښاغلی کریمي د طالبانو له حکومته غواړي، چې که بهبودي د دوی په بند کې وي نو د هغه دوسیه دې د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون ته وسپاري.

د مرتضی او عالیې د برخلیک په اړه مو د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل، خو هغه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو ښاغلي مجاهد د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د خبریالانو، مدني فعالانو او د پخواني جمهوري نظام د ځینو پوځیانو د نیول کېدو په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دوی به د هغو کسانو مخه نیسي چې د ده په خبره شریرې کړنې او د نظام ضد حرکتونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی.

دې سازمان دوه ورځې وړاندی یوه اعلامیه کې د دې ادارې د عمومي منشي اګنس کالمارډ له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري.

نوموړي د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او مدني فعالانو، استادانو، خبریالانو او نورو نیول کېدو ته په اشارې سره ویلي، دوی په خپل‌سري او غیر قانوني ډول او د طالبانو په تګ‌لارو د نیوکو له امله نیول شوي دي.

اړوند مطالب