شاته

د طالبانو بنديزونو ته غبرګون؛ کابل او پکتيکا کې ښځو او نجونو لاريونونه کړي

په کابل او پکتیکا کې نن یو شمېر نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا پر دوی د لګول شویو سختو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی.

يو شمېر افغان معترضو نجونو او ښځو په خپلو غږونو د کابل په واټونو کې خپور شوی سکوت مات کړ.

دوی د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوي او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د سخت دریځې کړن‌لارې پر بنسټ، لګول شوي بندیزونه غندي.

دوی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخ‌ته را ټولې شوې وې وايي، محرومیت د دوی حق نه‌دی.

اوس‌مهال په افغانستان کې نجونې او ښځې تر بل هر وخت بد وضعیت کې دي

له معترضو یوې یې چې ویې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ښځو چې نن یې عدالت غوښتنه او اعتراض وکړ، هدف یې دا و چې په ټوله نړۍ کې هغو ښځو ته چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي ور یاد کړو چې اوس‌مهال په افغانستان کې نجونې او ښځې تر بل هر وخت بد وضعیت کې دي او د بل هر وخت په پرتله ملاتړ ته اړتیا لري."

معترضو نجونو او ښځو غوښتنه کوله چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانيستل شي او تر څنګ دې یې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

دوی همدا ډول پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د ټولو لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

دوی، چې شمېر یې نږدې شلو تنو رسېده د ملګرو ملتونو له سازمان وغوښتل چې د خبرو او اعلامیو پر ځای، د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو دوه جلا پلاوي کابل ته تللي وو او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، خو د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم د پام وړ بدلون رانه‌غلی.

په کابل کې له معترضو نجونو یوې بلې یې بیا ادعا وکړه چې، د طالبانو له‌خوا څارل شوې او تر څنګ یې داسې مهال چې طالبان ولاړ وو، یو موټر چلوونکي یې پښه د موټر تر ټایر لاندې کړه، خو طالبانو ورته هیڅ هم و نه ویل.

له طالب ویاندویانو سره مو له معترضو نجونو او ښځو سره د دوی نا مناسبه چلند او غوښتنو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.

طالبانو له دې وړاندې هم معترضې نجونې او ښځې نیولي، زنداني کړي یې دي او د هغوی له‌خوا د وروستیو مرکو پر بنسټ چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي هم دي، خو طالبانو یې بیا دا خبره رد کړې ده.

هاخوا په پکتیکا کې هم معترضو نجونو او ښځو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی.

پکتيکا کې د طالبانو پر ضد د نجونو او ښځو اعتراضونه
پکتيکا کې د طالبانو پر ضد د نجونو او ښځو اعتراضونه

دوی چې په سرپټي ځای کې راټولې شوې وې یوې یې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د درس ویلو او کار زمینه موږ ته مساعده نه‌ده. مشکلات ډېر زیات دي. که یوه ښځه له کوره د باندې وځي او محرم ورسره نه وي، د طالبانو له‌خوا درول کېږي او ورته وايي چې محرم دې چېرته دی."

خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه وویل، هیڅ‌کله به هغه فرمایشات و نه مني چې د دوی د کلتور او مذهب سره تړاو و نه‌لري.

"مطلق هلته د بندېدو خبره نه‌ده شوې، د امر ثاني خبره شوې ده،

نوموړي وويل: "مطلق هلته د بندېدو خبره نه‌ده شوې، د امر ثاني خبره شوې ده، خو دا چې خلک د افغانستان شرایطو او وضعیت ته نه ګوري، بس هغه خپل خواهش و فرمایش ته متوجه وي چې دا ولې بند شو، بې‌‌ځایه د خلکو افکار خرابوي، دا بې‌انصافي په کار نه‌ده."

طالب چارواکي داسې مهال د نجونو او ښځو تعلیم او کار له کلتور او مذهب سره تړي چې، لا یې دا وضاحت نه‌دی ورکړی چې د دوی له نظره په اسلام کې د نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته اجازه شته او که نه.

په داسې حال چې د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ټینګار سره ویلي، چې په اسلام کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار هیڅ ډول بندیز نه‌شته.

اړوند مطالب