شاته

معترضې مېرمنې: نړيوالې ټولنې افغانستان کې د ښځو له خوځښتونو عملي ملاتړ نه‌دی کړی

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو اعتراضونو او لاریونونو د ښځو په وړاندې د طالبانو په لید لوري او دریځ کوم اغیز نه‌دی کړی، خو دغه اعتراضونه او مظاهرې له تېر یو کال راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې ادعا کوي، چې د نړیوالې ټولنې غیر عملي او پڅ غبرګون د دې لامل شوی، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنو په وړاندې د دوی اعتراضونه او عدالت غوښتنه نتیجه ورنه‌کړي.

دوی وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو ملاتړ یوازې په کلماتو، اعلامیو، خواشینۍ او ټویټونو خپرولو پورې محدود پاتې شوی دی.

په عملي او يا په غير مستقيم ډول به يې د ښځو د غورځنګ ملاتړ کړی وای

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې د "افغانستان د ځواکمنو ښځو د اصلي غورځنګ" بنسټ ایښودونکې مونسې مبارز ازادي راډيو ته وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو له اعتراضونو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول عملي ملاتړ نه‌دی کړی.

نوموړې وويل: "که دوی غوښتل چې دغه حرکتونه پياوړي او پراخ شي، نو په عملي او يا په غير مستقيم ډول به يې د ښځو د غورځنګ ملاتړ کړی وای، همدا اوس که په دوحه کې د طالبانو د دفتر دروازه وتړل شي، هغه پيسې چې هره اوونۍ دوی ته ورکول کېږي پر دوی بندې شي،که جدي اخطار ورکړل شي، د دوی ټول سفرونه لغوه شي او هېوادونو د هغوی(طالبانو) د کوربه‌توب اجازه ونه‌لري او د له‌منځه تلو او تباهۍ ګواښ ورته وشي، هغه وخت بیا موږ ویلی شو، چې عملي اقدام شوی او بې اغېزې به نه وي."

کابل کې د طالبانو پر وړاندې د مېرمنو لاريون
کابل کې د طالبانو پر وړاندې د مېرمنو لاريون

په تېر جمهوري نظام کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي وايي، دا چې د افغان مېرمنو غږ نه‌دی اورېدل شوی، دا خبره بېلابېل لاملونه لري.

مېرمن صالحي ازادي راډیو سره په خبرو کې، د سولې په سیاسي بهیر کې د ښځو حقونو ته نه پاملرنه، د افغان معترضو مېرمنو ترمنځ د همغږۍ نه‌شتون او د ښځو له اعتراضونو د افغان نارینه‌و نه ملاتړ د عمده لاملونو په توګه یاد کړل.

اغلې صالحي وايي: "کله چې د دوحې تړون لاسليک شو، تر ټولو لومړنۍ او بنسټیزه موضوع چې پرې بحث وشو، بېړنی اوربند او د سولې پروسه وه، اصلاً د ښځو رول او حقونو ته پاملرنه ونه‌شوه، دوهم لامل دا چې افغان مېرمنې چې څنګه باید همغږې وای هغسې همغږي یې تر منځ نه‌شته درېیم لامل دا چې افغان مېرمنې معمولا يوازې دي او د نارینه‌و له‌خوا يې ملاتړ نه‌کېږي."

شبنم صالحي
شبنم صالحي

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ملګرو ملتونو او د نړۍ ګڼو هېوادونو تل ویلي چې، دوی د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړ دي او د دوی د حقونو د خوندیتوب او له دغه وضعیته د وتلو لپاره کار کوي.

که څه هم د تېر کال په وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو دوه جلا پلاوي کابل ته تللي وو او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، خو د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې نجونې له شپږمو ټولګیو ان تر پوهنتونونو د زده‌کړو اجازه نه‌لري، په ډېری دولتي او په ټولو نا دولتي ادارو کې له کاره منع شوي، دغه شان حجاب پرې اجباري شوی، په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو له ګډون منع شوي، ان پارکونو، ورزشي کلبونو، د ښځو عمومي حمامونو ته له تګ او له محرم پرته د لیری واټن له سفره هم منع شوي دي.

له تېر یو نیم کال راهیسې د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ښځې واټونو ته راووتې او د منځنیو او لېسو، پوهنتونونو د بیا پرانيستلو، د کار او ازادۍ د حق په تړاو یې د خپلو حقونو د خوندیتوب په موخه لاریونونه پیل کړل.

خو د طالبانو له‌خوا یې په وار وار مخه ونیول شوه، ناسم چلند او تاوتریخوالی وسره وشو.

دغه شان د طالبانو حکومت يو شمېر لاريون کوونکې ښځې ونیولې او بندیانې یې کړې.

د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ادعا کړې چې، دوی ته ګواښونه شوي، ذهني او فزیکي شکنجه شوي او اعتراف ته اړې شوي دي.

هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت رد کړې دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي، چې د ښځو د حقونو د ټينګښت په برخه کې د نړیوالې ارادې د نشتوالي سربېره، د طالبانو له‌خوا د ښځو د اعتراضونو ځپل هم د دې لامل شول چې د دغو اعتراضونو غږونه اوچت نه‌شي او نړیواله ټولنه یې له پامه وغورځوي.

له ډلې یې د کلید ګروپ مسوولې نجیبه ایوبي ازادي راډیو ته وویل: "که د طالبانو حکومت ښځو ته اجازه ورکړي وای چې خپل غږ په پرله‌پسې ډول پورته کړي او ځپلې یې نه وای، نو ممکنه وه چې دا غږ له نن څخه په مراتبو لوړ وای، بله خبره دا ده که تاسو غواړئ خپل غږ تر نورو ورسوئ ، نو تاسو یې له هرې لارې رسولای شئ، خو که مقابل لوري ( نړۍ) ځان کوڼ اچولی وي، داسې ښيي چې دوی نه‌دي اورېدلي."

"د طالبانو پالیسي هماغه شان ده چې پخوا وه، دوی لا هم د ښځو په وړاندې حساسیت لري

د طالبانو حکومت تل ویلي، چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او د شته ستونزو د هواري لپاره کار روان دی.

خو د ښځو د حقونو يوه فعاله امنه مایار وايي، د طالبانو حکومت د ښځو ضد سياست لري او د شريعت او اسلام په نوم د افغان ښځو حقونه محدودوي.

نوموړې وايي: "د طالبانو پالیسي هماغه شان ده چې پخوا وه، دوی لا هم د ښځو په وړاندې حساسیت لري، د اسلام او شریعت تر نامه لاندې د ښځو محدودول د دوی هدف دی او دا چې ولې د نن ورځې هڅې د دوی په وړاندې نتیجه نه ورکوي، زما په اند یا دا چې بهرنیان د افغانستان له مسئلې ستړي شوي، یا د پردې تر شا بل څه روان دي."

کابل کې د طالبانو پر ضد د يو شمېر مېرمنو اعتراضونه، ارشيف
کابل کې د طالبانو پر ضد د يو شمېر مېرمنو اعتراضونه، ارشيف

وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو پر عامه اعتراضونو محدوديتونه ولګول، د معترضو ښځو یو شمېر پخوانیو او نويو رامنځته شويو خوځښتونو له نورو بېلابېلو لارو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

د شپې له‌خوا پر دېوالونو د شعارونو لیکل او د کورونو له بامونو د الله اکبر غږ پورته کول، په پټو او ناڅرګندو ځایونو کې د اعتراضيه غونډو جوړول، د ټولنیزو شبکو له لارې د اعتراضيه فعالیتونو پیلول او د یو شمېر طالب چارواکو عکسونو ته د اور اچولو یا هم په خټو لړلو له جریانه د ویډیو ګانو خپرولو په ګډون د ښځو له حقونو د ملاتړ هشتګ چلول یې عمده بېلګې دي.

داسې راپورونه شته چې دا مهال شاوخوا لس مدني فعالاني، خبریالانې او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکې مېرمنې د طالبانو په بند کې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی د مدني او رسنیزو فعالیتونو له امله نه‌دي نیول شوي بلکې د نظام ضد کړنو له امله نیول شوي دي او کره شمېر یې هم نه ښيي.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، تر اوسه نړۍ باید دې پایلې ته رسېدلي وي، چې طالبان بدل شوي نه‌دي او نه هم خبرو او مذاکرو ته لېوال دي.

دوی وايي، چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې تر دې زیات د ښځو د حقونو د سرغړونې ننداره نه‌کوي.

یوې معترضې مېرمنې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، هیله‌منه ده چې نړۍ ژر تر ژره په افغانستان کې له ښځو نه عملي ملاتړ پیل کړي.

يادې مېرمنې وويل: "له بده مرغه، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه یوازې څارونکي دي او څرنګه چې زموږ غوښتنه وه او ده، دوی زموږ ملاتړ نه‌دی کړی . موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه بېړنی اقدام وکړي او له افغان مېرمنو خپل ملاتړ اعلان کړي، یعنې په عمل کې ملاتړ وکړي ، نه د شعار تر بریده."

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو لپاره درېږي او د عدالت او ازادۍ د ټینګښت لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، سخت چلند کېږي.

دښاغلي شولتز په وینا دا د منلو وړ نه‌ده او جرمني په ښکاره ډول د هغوی ترڅنګ ولاړ دی چې د خلکو او ښځو له حقونو دفاع کوي.

اړوند مطالب